د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

افغان کرکټ بورډ له تېر یوه کال راهیسې لوبغاړو ته معاش نه‌دی ورکړی


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د افغانستان کرکټ بورډ له تېر يوه کال راهیسې د کرکټ ملي لوبډلې او کورني کرکټ لوبغاړو ته معاشونه نه‌دي ورکړي.

که څه هم د افغانستان کرکټ بورډ له مالي پلوه يوه غني ورزشي اداره ګڼل کېږي، خو يو شمېر افغان لوبغاړو د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې کرکټ بورډ دوی ته له تړون سره سم په خپل وخت معاشونه نه‌دي ورکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ څو کاله وړاندې شااوخوا ۸۰ لوبغاړو سره تړونونه وکړل چې میاشتنی معاش به ورته ورکوي.

خو د افغانستان کرکټ بورډ بیا د لوبغاړو په معاشونو کې د ځنډ لامل، دغه ادارې ته د نړیوال جام سیالیو راپور نه‌رسېدل او د دغه ادارې په مشرتابه کې ادلون بدلون په ګوته کوي او وايي چې ډېر ژر به لوبغاړو ته معاشونه ورکړل شي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک د شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۶» ازادي راډیو ته وویل: "تاسو پوهېږئ چې لوبغاړو سره چې کوم تړون شوی، له هغه وروسته نړیوال جام سیالۍ راغلې چې راپور يې تر دې مهاله نه‌دی رسېدلی، دا شان د ادارې په مشرتابه کې هم تغییرات راغلل، نو معاشونه د لږې مودې لپاره ځنډېدلي دي چې د روزونکي د راپور په اساس به لوبغاړو ته معاشونه اجرا کېږي."

له دې وړاندې د کرکټ بورډ نوي رئیس فرحان يوسفزي هم په ټویټر کې لیکلي و چې د کرکټ بورډ او لوبغاړو ترمنځ د شوي تړون له مخې دوی لوبغاړو ته هره میاشت نه، بلکه په هرو شپږو میاشتو کې معاشونه ورکوي.

ښاغلي یوسفزي زیاته کړې چې لوبغاړي د معاش ترلاسه کولو لپاره باید خپل فټنس، وړتیا او ښه ډسپلین دوی ته ثابت کړي.

خو د کرکټ د برخې يو شمېر څارونکي بیا په دې باور دي چې د کرکټ بورډ اداره دې لومړی د لوبغاړو تېر يو کلن حساب ختم کړي او له هغه وروسته دې خپله نوې اجنډا عملي کړي.

له دې ډلې د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مرستیال ابراهیم مومند وايي چې د هېواد د کرکټ بورډ د مشرتابه له اړخه هېڅ استقرار نه‌لري او مشران‌یې ژر ژر بدلېږي چې دغې چارې د کرکټ بورډ په چارو ناوړه اغېز کړی دی.

ښاغلی مومند وايي، که څه هم د افغانستان د کرکټ بورډ اداره ټولې پالېسۍ او قوانین لري، خو بیا هم د سیستم پر ځای هر څه د افرادو او اشخاصو په خوښه پر مخ ځي.

خو دا چې کرکټ بورډ ولې په خپل ټاکلي وخت لوبغاړو ته د معاشونو په ورکړه کې پاتې راغلی؟ ښاغلی مومند یې لاملونو ته داسې اشاره کوي: "کرکټ بورډ خپله کلنۍ بودجه په سمه توګه نه‌ده لګولې، یا هم دوی د خپلې بودجې لپاره مناسب پلان نه‌درلود چې کومه اندازه پیسې باید په کوم ځای کې ولګول شي او د کومې برخې لپاره پیسې وساتل شي او یا دا چې کومې پیسې چې کرکټ بورډ ته راغلي دي، شخصي جېبونو ته تللي دي."

د افغانستان د کرکټ بورډ نېښان
د افغانستان د کرکټ بورډ نېښان

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې دغه ادارې ته د کرکټ نړیواله شورا هر کال پنځه میلیونه ډالر ورکوي چې څه موده وړاندې یې ورسره د دوه نیم میلیونه ډالرو اضافي مرسته هم وکړه، دا شان افغان حکومت هم دغې ادارې ته هر کال ۱،۸ میلونه ډالر بودجه ورکوي، د دې ترڅنګ کرکټ بورډ له بېلا بېلو مالي ملاتړو او سیالیو هم میلونونه ډالر عواید ترلاسه کوي.

خو له دې ټولو سره سره د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې مسؤلین ژمنه کوي، د نویو پالېسیو او تګلارو له مخې به هڅه کېږي چې لوبغاړو ته په میاشتني ډول د دوی د معاش يوه برخه ورکړل شي چې دوی له مالي اړخه له ستونزو سره مخ نه‌شي.

XS
SM
MD
LG