د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۰

د معلولینو د کرکټ افغان لوبډله نن د هندوستان پر وړاندې لوبېږي


د افغانستان بیرغ
د افغانستان بیرغ

د افغانستان د معلولینو کرکټ ملي لوبډله د معلولینو په نړیوال سیریز کې له پرله پسې درېيو بریاوو وروسته نن د خپل څلورم سیال هندوستان پر وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.

دغه لوبه د افغانستان په وخت نن مازیګر په شپږ نیمو بجو په انګلستان کې کېږي.

له دې وړاندې د افغانستان د معلولینو کرکټ لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته په ۸ ویکټو، په دوهمه لوبه کې پاکستان ته په ۲۶ منډو او په درېیمه لوبه کې کوربه انګلستان ته په ۷ ویکټو ماتې ورکړي دي.

بل خوا ټاکل شوې چې د سید جمال الدین افغان ایلیټ کپ لومړۍ درجه ولایتي سیالیو پایلوبه سبا د کابل په لوبغالي کې د ننګرهار او کابل ولایتونو ترمنځ وشي.

XS
SM
MD
LG