د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۴

په کابل کې د شپږیزې لیګ سیالیو ته د لوبغاړو د پېر مراسم ترسره شول


د افغانستان د کرکټ د لوبغاړو یو انځور
د افغانستان د کرکټ د لوبغاړو یو انځور

د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د شپږیزې لیګ د شپږم پړاو سیالیو لپاره د لوبغاړو د پېر مراسم تېره شپه په کابل کې ترسره شول.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن ازادي راډیو ته وویل، د شپږیزې لیګ روان پړاو سیالیو لپاره سلګونه افغان لوبغاړي په بېلابېلو کټګوریو کې بولۍ ته وړاندې شول چې د دغه لیګ د شپږو لوبډلو د مسؤلینو له خوا هرې لوبډلې ته ۱۶ـ ۱۶ لوبغاړي واخیستل شول.

د ښاغلي هوتک په خبره، پر يادو ۱۶ لوبغاړو سربېره هرې لوبډلې د دې حق درلود چې يوـ يو لوبغاړی د تېر پړاو له سیالیو له ځانه سره وساتي او دوه ایمرجنګ لوبغاړي هم په خپله خوښه غوره کړي.

د شپږیزې لیګ سیالۍ چې له ۲۰۱۳ کال راهیسې هر کال ترسره کېږي، تېر کال د يو لړ ستونزو له امله ونشوې او د روان پړاو سیالیو دوه لوبډلې هم تر دې مهاله نه دي پلورل شوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د شپږیزې لیګ د راتلونکي پړاو سیالۍ د روان ۲۰۱۹ میلادي کال د سپټمبر په ۲۶مه پيل او د اکټوبر د میاشتې په اوومه نېټه پای ته ورسېږي.

XS
SM
MD
LG