د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

ټرمپ د پخوانیو تُندو خبرو برعکس وايي، د ایران ډېر ښه ملګری کېدای شي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د خپلو پخوانیو تُندو خبرو برعکس وايي، دی د ایران ډېر ښه ملګری کېدای شي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ که څه هم پرون- شنبې په خپلو څرګندونو کې خبرداری ورکړ چې په خلیج کې د امریکا د بې پیلوټه کشفي الوتکې د ویشتلو په ځواب کې د ایران پر وړاندې د پوځي اقدام احتمال لا هم پرځای پاتې دی، خو ویې ویل چې دی اوس هم د ایران ډېر ښه ملګری کېدای شي.

ښاغلي ټرمپ په‌داسې حال کې چې په کمپ ډیویډ کې د ولسمشر استراحت ځای ته روانېده وویل، امریکا به ایرانیانو ته د اټمي وسلو د جوړولو اجازه ورنه‌کړي، خو که دوی دا خبره ومني نو یو شتمن هېواد به ولري، خلک به یې خوشاله وي او زه به هم د دوی ډېر ښه ملګری واوسم.

ټرمپ وویل، دی هیله مند دی چې همداسې به وشي خو بیا یې زیاته کړه چې ښايي داسې ونه‌شي.

ټرمپ په خپلو خبرو کې دا یادونه هم وکړه چې ډېر خوشاله دی چې سپاه پاسداران انقلاب ځواک د امریکا یوه بله کشفي الوتکه چې ۳۰ تنه سپرلۍ یې درلودې ونه ویشتله.

د ایران پر وړاندې د ولسمشر ټرمپ دا نرمه لهجه د ایران پرضد د ده له هغو تُندو خبرو سره خورا زیات توپیر لري چې د انتخاباتي کمپاین او وروسته د ولسمشرۍ پرمهال کولې.

ده پر ایران سخت اقتصادي بندیزونه ولګول، څو دا هېواد د اټمي وسلو د جوړولو په هدف له خپل اټمي پروګرام څخه لاس واخلي.

د ټرمپ له دې څرګندونو یوازې څو ورځې مخکې د امریکا سایبر پوځي ځواک د ایران د پوځ د کمپیوټرونو پر سیسټم حمله وکړه.

امریکايي چارواکي وايي، وروسته له دې چې د ایران پوځ د امریکا بې پیلوټه الوتکه وویشتله، د پنجشنبې په ورځ د جون په شلمه د امریکا د پوځ سایبر ځواک د ایران د پوځ پر کمپیوټري سیسټم برید وکړ.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او اسوشیټېډ پرېس خبري آژانس د امریکايي چارواکو له قوله خبر ورکړی چې په‌دې برید کې چې اجازه یې ولسمشر ټرمپ ورکړې وه د ایران د توغندیو او میزائیل د سوق او ادارې د مرکز کمپیوټري سیسټمونه شنډ شول.

دې چارواکو د خپلو نومونو د نه ښودلو په شرط له دې رسنیو سره خبرې کړي، خو پنټاګون په رسمي ډول دا راپورونه نه‌دي تأیید کړي.

د دې سایبري حملې راپور په‌داسې حال کې ورکول کېږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تېرې جمعې په ورځ وویل، ده د امریکا د بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو په ځواب لومړی پر ایران د حملې امر ورکړ او بېرته یې په خپله د هغې مخه ونیوله.

ټرمپ پر ټویټر په څو پیغامونو کې او وروسته له «NBC» ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، دې حملې ته یوازې لس دقیقې پاتې وې چې ده یې مخه ونیوله ځکه د ده په وینا د دې حملې احتمالي تلفات ښايي لسګونه کسانو ته رسېدلی وای.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG