د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

ټرمپ: ایران د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په نسکورولو سره غلط کار کړی


د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، ایران د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په نسکورولو سره غلط کار کړی دی. ټرمپ پرون په سپینه ماڼۍ کې په دې اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې او ویې ویل چې دا الوتکه د نړیوالو اوبو پر سر الوته.

ولسمشر ډونالد ټرمپ وايي، دی فکر کوي چې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د ویشتلو اقدام په ایران کې د کوم جنرال یا د بل چا سهوي عمل دی.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې که دا الوتکه بې پیلوټه نه وای، نو د هغې ویشتل به ښايي بېله مسئله وای.

ټرمپ چې پرون پنجشنبه په سپینه ماڼۍ کې د کاناډا له صدراعظم جوسټین تروډو سره په ګډ خبري کنفرانس کې یې خبرې کولې، وویل چې ویشتل شوې الوتکه دقیقاً د نړیوالو اوبو پرسر د الوتو په حال کې وه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د کاناډا له صدراعظم جوسټین تروډو سره د خبري کنفرانس په حال کې
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د کاناډا له صدراعظم جوسټین تروډو سره د خبري کنفرانس په حال کې

ده وویل: احتمالاً ایران اشتباه کړې ده، زه یې تصور کولای شم چې ښايي کوم جنرال یا بل چا دا اشتباه کړې وي او الوتکه یې ویشتلې او نسکوره کړې وي، له نېکه مرغه دا الوتکه بې وسلې او بې پیلوټه وه او څرګنده ده چې د نړیوالو اوبو پرسر د الوتو په حال کې وه.

ښاغلي ټرمپ دې پوښتنې ته چې ایا له دې پېښې سره سره لاهم د ایران له مشرتابه سره خبرو ته لېوال دی، په ځواب کې یې وویل، ګورو به چې څه پېښېږي، د امریکا ولسمشر له دې مخکې پر ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي وو چې ایران د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په نسکورولو سره یوه ډېره لویه غلطي کړې ده.

د ایران سپاه پاسداران انقلاب ځواک د پنجشنبې په ورځ وویل چې د امریکا یوه بې پیلوته کشفي الوتکه یې د هرمزګان ولایت پر سر ویشتلې او نسکوره کړې ده.

دې ځواک همداراز وویل چې د ایران په قلمرو کې د دې الوتکې الوتل له سرې کرښې ښکاره سرغړونه وه.

له بلې خوا د ایران د بهرنیوچارو وزارت ویلي دي چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د دې هېواد پر فضايي حریم تېری کړی.

دې وزارت د امریکا اقدامات غیرقانوني او پاروونکي بللي او د هغو د عواقبو په اړه یې خبرداری ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې هرمز تنګي ته نږدې د عمان په خلیج کې د تېلو پر لېږدوونکو کښتیو وروستیو حملو په سیمه کې کړکېچ زیات کړی دی.

امریکا او متحد یې سعودي عربستان د دې حملو پړه پر ایران اچولې خو تهران په دې حملو کې لاس لرل رد کړي.

XS
SM
MD
LG