د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

خلیل‌زاد وايي له ټولو خواوو سره‌یې خبرې کړي او ټول سوله غواړي


زلمی خلیل‌زاد
زلمی خلیل‌زاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد هیله څرګنده کړه چې د افغانستان د حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ به په ۵ میاشتو کې د سولې موافقه وشي.

خلیل‌زاد پرون یکشنبه په کابل کې د امریکا په سفارت کې یوې خبري غونډې ته په خبرو کې هیله څرګنده کړه چې طالبان او د افغانستان حکومت به د راتلونکي لمریز کال د حمل د ۳۱مې نېټې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې پر سولې موافقې ته ورسېږي.

خلیل‌زاد زیاته کړه:

"زه پوهېږم چې د افغانستان حکومت سوله غواړي، طالبان وايي چې دوی باور نه‌لري چې له پوځي لارې بریالي کېدای شي، دوی غوره بولي چې ستونزه د خبرو او د سیاسي مذاکرو له لارې حل شي."

ده همداراز وویل چې نړیواله ټولنه او د امریکا متحده ایالات چې دی یې په استازیتوب خبرې کوي، هم سوله غواړي.

خلیل‌زاد وايي چې له ټولو خواوو سره‌یې خبرې کړي او ټول د سولې غوښتنه کوي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د ښاغلي خلیل‌زاد ‌د څرګندونو په اړه د افغانستان د حکومت دریځ معلوم کړي، خو بریالۍ نه‌شوه.

یوې حکومتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې نن به ارګ په‌دې اړه خپل دریځ اعلان کړي.

د سولې عالي شورا د دارالانشاء پخوانی رئيس ډاکتر اکرم خپلواک چې تر یوې اوونۍ پخوا پورې د ولسمشر غني سلاکار هم و، ازادي راډیو ته وویل چې د سولې هلې ځلې له یوه کال راهیسې جدي شوې دي.​محمد اکرم خپلواک

نوموړي زیاته کړه:

"له یوه کال راهیسې د سولې لپاره کافي هڅې شوې دي، د سولې لپاره ټول شرایط برابر دي او همدارنګه ټول اړخونه چمتووالی هم لري."

خلیل‌زاد باور لري هر څومره چې ژر سوله کېږي هومره ښه ده، ځکه چې جګړه به پای ته ورسېږي.

خلیل‌زاد د خبرو نتیجې ته محتاطه خوشبیني ښکاره کړه، ویې‌ویل د سولې په لاره کې ستونزې شته او نه‌غواړي چې په غیر حقیقي ډول د خلکو توقع لوړه کړي.

دی وايي:

"نه‌غواړم چې دلته اعلان وکړم چې د کومې ځانګړې خوا په دریځ کې بدلون راغلی دی، فکر کوم ستونزې او چلنجونه لا شته، مګر باالقوه امکانات شته او ټولو خواوو ته په‌کار ده چې له دې باالقوه فرصته استفاده وکړي او افغانستان د سیاسي جوړجاړي لور ته بوځي."

پرون یکشنبه یو شمېر خبري رسنیو د طالبانو د سرچینو په قول وویل چې د خلیل‌زاد او په قطر کې د طالبانو د استازو له خبرو وروسته سولې ته د طالبانو خوشبیني زیاته شوې ده.

طالبانو په وروستیو کې په خپل مرکچي پلاوي کې د ګوانتانامو درې پخواني بندي طالب مشران هم شامل کړي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي وویل چې طالبانو مرکچي پلاوی ټاکلی او حکومت هم د یوه پراخ پلاوي د ټاکلو لپاره کار پیل کړی دی.

XS
SM
MD
LG