د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۸

په قطر کې د طالب استازو سره د خلیل‌زاد دوهمه کتنه!


  • انټرنېشنل پالېسي ډايجست «International Policy Digest»

انلاين خپرونې انټرنشنل پالېسي ډايجست په قطر کې د طالبانو د استازو او د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي ترمنځ پر دوهمې کتنې ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې راغلي چې زلمي خليل‌زاد تېره پنجشنبه د سولې پر موضوع په قطر کې د طالبانو له استازو سره وکتل.

ځينو سرچينو د ښاغلي خليل‌زاد په حواله راپور ورکړى چې ويلي يې دي، هيله‌مند دى چې د ٢٠١٩ میلادي کال تر اپرېل مياشتې پورې له طالبانو سره د سولې موافقه وشي.

ښاغلي خليل‌زاد تېره مياشت هم افغانستان او سيمې ته د خپل لومړي سفر پر مهال په قطر کې د طالبانو له استازو سره خبرې کړې وې.

د ليکنې په حواله خليل‌زاد چې د نومبر له اتمې د دوهم وار لپاره سيمې ته په سفر وتلى تر راروانې سې شنبې به په سيمه کې وي او هڅه کوي د افغانستان سولې ته د سيمې د هېوادونو ملاتړ جلب کړي.

د انټرنشنل پالېسي ډايجست په ليکنه، د ښاغلي خليل‌زاد وروستۍ هڅه په افغانستان کې د واشنګټن هغه پالېسي ترسيموي چې په دوامداره توګه ناکافي ګڼل شوې ده.

خپرونه ليکي:

واشنګټن په افغانستان کې د ثبات د ټينګښت په هدف د جګړې د لوري د بدلېدو لپاره بېلابېلې لارې چارې وازمويلې.

په ليکنه کې راغلي چې د بېلابېلو منابعو د کارونې او د میلياردونو ډالرو له لګولو سره سره د امريکا تګ‌لارې لا هم په افغانستان کې د جګړې اساسي علتونه له‌منځه نه‌دي وړي.

د ليکنې ليکوال د طالبانو په تحرکاتو کې د پاکستان محوري رول ته هم اشاره کړې ده.

د انټرنشنل پالېسي ډايجست په ليکنه، د دې پر ځاى چې واشنګټن د افغانستان په جګړه کې د پاکستان رول ته اشاره وکړي، له پاکستانه‌يې له هيلې په ډکه لهجه غوښتنه کړې چې خپله طالب‌پلوه پالېسي بدله کړي.

د ليکنې په يوه برخه کې راغلي: د پاکستان د ټول رژيم پر ځاى د پاکستان پر پوځ د تحريمونو لګول اغېزناک تمامېږي.

د ليکوال استدلال دا دى چې د پاکستان پوځ په دغه هېواد کې تر ټولو ځواکمن ارګان دى چې د پاکستان پر استخباراتي اداره «ISI» هم کنټرول لري او د طالب‌پلوې پالېسۍ په ګډون د پاکستان د بهرني سياست کرښې ټاکي.

د لوګر د بره‌کي برک سرپرست ولسوال او د ملي امنيت مدير په يوه چاودنه کې ووژل شول.
  • مېل‌انلاين «Mail Online»

بريتانوۍ خپرونې مېل‌انلاين په افغانستان کې د ناامنيو د پېښو په دوام په لوګر کې د دوو محلي چارواکو پر وژل کېدو ليکنه خپره کړې ده.

په ليکنه کې ويل شوي چې د لوګر د بره‌کي برک سرپرست ولسوال عين‌الدين امين او د ملي امنيت مدير عزيزالرحمن په يوه چاودنه کې د شنبې ماښام مهال وژل شوي دي.

د مېل‌انلاين په ليکنه کې ويل شوي، په افغانستان کې افراطي وسله‌وال تقريباً هره ورځ پر امنيتي چارواکو او دولتي مقاماتو حملې کوي.

د ليکنې په حواله وسله‌وال په دغو حملو کې له سړک غاړې بمونو هم استفاده کوي چې زيات وخت په دغو چاودنو کې ملکيان هم وژل کېږي.

ځينو ادارو په افغانستان کې د ملکيانو په ځانګړي ډول د ماشومانو پر تلفاتو اندېښنه ښوولې ده.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون تېره اوونۍ ويلي و چې د روان لمريز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴۵ تنه ماشومان وژل شوي او ۱۱۴۲ نور ماشومان ټپيان شوي دي.

XS
SM
MD
LG