د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

ویسا: د خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د لیدنو له جزئیاتو پرده پورته شوه


د کابل د نن ورځې چاپ ورځپاڼو په افغانستان کې د سولې په اخبرو اترو او د زلمي خلیلزاد او وسله‌والو طالبانو ترمنځ د وروستۍ ناستې په جزئیاتو مقالې او تبصرې خپرې کړي دي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې د یوې سرچینې له قوله د زلمي خلیلزاد او طالب استازو ترمنځ د درې ورځنۍ لیدنې له جزئیاتو پرده پورته کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي دي چې په‌دغه درې ورځنۍ ناسته کې په افغانستان کې د لنډ مهاله حکومت ترڅنګ په یو شمېر نورو مهمو مسایلو بحثونه شوي دي.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې که څه هم د دغه ناستې پوره جزئیات نه‌دي څرګند شوي، خو د یوې سرچینې له قوله يې لیکلي دي چې ښاغلي خلیلزاد طالب استازو ته د لنډمهالي حکومت د مشرتابه لپاره اته نومونه چې د افغان حکومت او طالبانو پخواني چارواکي په‌کې شامل دي، هم شریک کړي دي.

د مطلب د لیکوال په خبره چې له دغه درې ورځنۍ ناستې زلمی خلیلزاد خوښ دی او طالب استازو هم محتاطانه خوشبینې ښکاره کړې ده.

د مطلب لیکوال د افغانستان د سولې شورا د مرستیال حاجي دین محمد له قوله لیکلي دي چې ښايي د طالب استازو او زلمي خلیلزاد ترمنځ په‌دې ناسته کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالویش هم خبرې شوي وي.

په مطلب کې د حاجي دین محمد له قوله دا هم راغلي دي چې ډېر ژر به د سولې د خپرو د پيل په هدف ځیني طالب زندانیان خوشې شي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې د افغانستان د سولې د عالي شورا د لغوه کېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې ښايې له دې وروسته دغه چاره په ارګ کې د یو کوچني ټيم له لوري پر مخ یوړل شي.

په مطلب کې وړاندې راغلي دي چې په همدې اړه افغان ولسمشر له تېرو څو ورځو را په‌دېخوا د هېواد له سیاسي څېرو سره لیدنې کتنې پیل کړي دي.

ورځپاڼه که څه هم د خپلې سرچینې نوم نه اخلي، خو لیکي:

د ګلبدین حکمتیار په ګډون یو شمېر مشرانو د دغه طرحې ملاتړ او د عطا محمد نور په شمول‌يې ځینو نورو مخالفت کړی دی.

د مطلب لیکوال لیکي چې څو ورځې وړاندې د سولې د عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي هم ویلي و چې د افغان سولې پروسه د دوی له واکه وتلې ده او د ژینو غونډې ته چې د افغان سولې په اړه په‌کې خبرې کېږي هم دوی ته بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

  • ملي ارمان

د ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې پوښتنه کړې چي ایا امریکا دا هېواد طالبانو ته ورکوي؟

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ د سولې عالي شورا اعلان وکړه چې د سولې په خبرو کې افغانستان څنډې ته کړای شوی، طالبان او امریکا چې څه وغواړي هغه کوي.

د سرمقالي د لیکوال په باور که دغه حق له افغان حکومته واخېستل شي، امریکا به په دوه اړخېزه معامله کې هېواد طالبانو ته پریږدي او د خلکو لاسته راوړنې او نظام جوړونه به برباد شي.

ایا امریکا دا هېواد طالبانو ته ورکوي؟

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې متحده ایالات د سولې لپاره په بین‌الافغاني دریځ هڅې کوي.

د دې ورځپاڼې په سرمقاله کې راغلي دي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد افغان حکومت ته ډاډ ورکړی چې له طالبانو سره د سولې په پروسه کې به‌يې څنګ ته نه پرېږدي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي چې ښاغلي خلیلزاد په قطر او ابوظبۍ له طالب استازو، سعودي عربستان او د متحده عبي امارات له چارواکو سره هم کتلي دي او پر افغان سوله‌يې ورسره خبرې اترې کړي دي.

د سرمقاله لیکونکي په خبره چې په د طالب او استازو او خلیلزاد ترمنځ په لېدنه کې ښاغلي خلیلزاد طالب استازو ته ویلي چې نور باید د سیمې د استخباراتو په اشاره او غوښتنه په افغانستان کې له جګړې لاس واخلي او له افغان حکومت سره د سولې د مېز ته کیني.

د مطلب د لیکوال په وینا، ټاکل شوې ده چې ښاغلی خلیلزاد به د خپلو خبرو پایلې له افغان حکومت سره هم شریکې کړي.

XS
SM
MD
LG