د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

جرأت: د غزني له ۲ لکه او ۷۰ زره بې‌ځایه شویو ۲۱ زره‌يې بېړنیو مرستو ته اړ دي


د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د غزني د جګړې له امله زرګونه بې‌ځایه شویو کورنیو ته د مرستو لړۍ پیل شوې ده.

د دې وزارت ویاند اسلام‌الدین جرأت د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وږې ۰۶» ازادي راډيو ته وویل چې په‎دې ولایت کې د وروستیو جنګ جګړو له امله دوه لکه او ۷۰ زره کسان بې‌کوره شوي چې د دوی د څېړنو له مخې ۲۱ زره‌يې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

ښاغلی جرأت وايي چې په تېرو څو ورځو کې نږدې اته زره کورنیو ته لومړنۍ بشري مرستې رسېدلي او تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې به نورو ته هم مرستې ورسېږي.

اسلام الدین جرأت
اسلام الدین جرأت

دی زیاتوي:

"تقریباً دوه لکه او ۷۰ زره کسان زیانمن شوي دي، موږ چې کله خپله سروې بشپړه کړه ۲۱ زره کسان‌يې بېړنیو بشري او خوراکي مرستو ته اړتیا لري چې سره میاشت، «ډبیلو. اېف. پي» او «یو. اېن. اېچ. سي. ار» ورته مرستې رسولې دي او نور مرسته کوونکي بنسټونه چې زموږ سروې ته په تمه وو، هغوی به په همدې اوونۍ کې خپلې مرستې پیل کړي او دغه ۲۱ زره کسانو ته به مرستې ورسېږي."

دا په‎داسې حال کې ده چې تازه په کابل کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې په یو راپور کې ویلي چې د غزني په جګړه کې دوه لکه او ۱۰ زره کسان بې‌کوره شوي دي.

په‎دې راپور کې راغلي چې که څه هم غزني بېرته خپل پخواني حالت ته راګرځېدلی، خو داخلي بې‌ځایه شوې کورنۍ يې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د دغه راپور پر بنسټ د خوړو نړیوال سازمان او د افغاني سرې میاشتې ټولنې اته زره او ۶۰۰ دغو کورنیو ته لومړني خوراکي مواد هم رسولي دي.

غزني ښار شااوخوا درې اوونۍ وړاندې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د سختو جګړو شاهد و.

د طالبانو او حکومتي ځواکونو په‎دغه جګړه کې چې پنځه ورځې يې دوام وکړ، سلګونه کسان ووژل شول، د ښار یوه برخه وسوځېده او زرګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړې شوې.

په ورته وخت کې د غزني د ولایتي شورا یو شمېر غړي مني چې دغه داخلي بې‌ځایه شویو کورنیو سره مرستې پیل شوي، خو دوی وايي چې حکومت باید خلکو ته د امنیت د تأمین ډاډ ورکړي، څو بې‌ځایه شوې کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شي.

د دغه شورا یو غړی حمیدالله نوروز وايي:

"دستي یو شمېر مرستې رسېدلي او وېش‌يې پیل شوی دی، خو زموږ غوښتنه دا ده چې حکومت باید د خلکو اعتماد خپل کړي، امنیتي ځواکونه پوستې جوړې کړي، امنیتي کمربندونه جوړ شي، ولسوالیو ته د ورغلو لارو امنیت ونیول شي او مرسته کوونکي ځواکونه ژر تر ژره د وسله‎والو پر ضد خپل تصفیوي عملیات پیل کړي چې خلک به بېرته خپلو سیمو ته ستانه شي."

ښاغلی نوروز وايي چې لا هم خلک په‎دې ښار کې د وسله‎والو طالبانو د بیا ځلي حملې له وېرې کډې کوي او خپلې سیمې پرېږدي.

ازادي راډیو هڅه وکړه چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت او د غزني د امنیتي چارواکو نظر هم ولري، خو له ډېرو هڅو سره سره هم ونه‌توانېدو، خو د تېرې جمعې په ورځ د دې ولایت د والي ویاند عارف نوري ازادي راډیو ته ویلي و چې د غزني د مرکز په ټولو سیمو کې تصفیوي عملیات جریان لري.

ښاغلي نوري ویلي و چې د غزني په ښار کې د زیات شمېر ملي اردو او پولیسو پوستې ځای پر ځای شوې دي.

په همدې حال کې د کډوالو په برخه کې افغان څېړونکی ولي محمد کنډیوال له حکومته غوښتنه کوي چې باید په دا شان حالاتو کې د مرستې رسولو لړۍ چټکه او بې‌ځایه شوې کورنۍ د جدي ستونزو سره له مخ کېدو وژغورل شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG