د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۲

ولسمشرغني: له ښاغلي اتمر نه به په نورو برخو کې استفاده وشي


افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که څه هم د حنیف اتمر د استعفی منل ورته یو سخت کار و، خو په خبره یې د هېواد لوړو ګټو ته په پام سره یې دغه تصمیم نیولای دی.

محمد اشرف غني چې د یکشنبې په ورځ یې د ملي امنیت د نوي سلاکار د معرفي کېدو په غونډه کې خبرې کولې وویل چې له ښاغلي اتمر نه به په نورو برخو کې استفاده وشي.

دی وايي:

"باید ووايم چې زما لپاره د یو ملګري او دوامدار همکار استعفی منل یو سخت کار و، خو د هېواد د لوړو ګټو لپاره باید دغه تصمیم نیول شوی وای، د جناب اتمر د خدمتونو قدرداني کوم، اتمر صاحب د هېواد په بېلابېلو برخو کې زیات زحمت ایستلی، هېواد اتمر صاحب ته ضرورت لري او انشاالله په نورو برخو کې به ورنه استفاده وشي."

تېره ورځ د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر له خپلې دندې استعفا وکړه، د نوموړي له‎خوا په یوه بیان کې چې پرون شنبه د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه ازادي راډیو ته استولی، د استعفی لاملونه له څو میاشتو راهیسې د سولې او امنیت د ټینګښت، ملي اجماع، ملي یووالي، ښې حکومتوالۍ، سیاسي مدیریت، انتخاباتو او له سیمې او نړۍ سره د اړیکو د ټینګولو د څرنګوالي پر مسئلو د حکومت د مشر تابه له چلند او سیاستونو سره جدي اختلافونه په ګوته شوي.

په ورته وخت کې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي، د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک، د ملي امنیت عمومي رئیس معصوم ستانکزي هم استعفاوې ورکړې.

خو د جمهوري ریاست په ویب‎پاڼه کې راغلي چې محمد اشرف غني د دوی استعفاوې منظور نه‎کړې او ورنه یې وغوښتل چې خپلو دندو ته دوام ورکړي او د امنیتي وضعیت د ښه کېدو په هدف یې لازمې لارښوونې ورته وکړې.

د یادونې وړ ده چې دوه میاشتې مخکې د ولسمشر غني د ټیم یوې بلې مخکښې څېرې د افغانستان د مالیې وزیر اکلیل حکیمي هم له خپلې دندې استعفی وکړه.

د افغانستان د ملي شورا د دواړو خونو اداري پلاوي وايي چې لوړپوړي حکومتي چارواکي په حکومت کې دننه اختلافونه استعفاوو ته اړ باسي، د دوی په وینا په اوسنیو شرایطو کې په یو وخت د څو تنو لوړ پوړو چارواکو هغه هم د امنیتي ارګانونو د مسؤلینو استفاوې د هېواد په ګټه نه‎دي.

د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي چې په حکومت کې پراخ کورني اختلافونه، په غزني ښار د طالبانو ډله‎ییزه حمله او په کابل کې د اختر په لومړۍ ورځ په ارګ او ورته څېرمه سیمو باندې راکټي حملې ممکن د دغو استعفاوو لاملونه وي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

د ملي امنیت نوي رئیس حمد الله محب چې له دې مخکې د امریکا په متحده ایالاتو کې د افغانستان سفیر و؛ وايي، له دوستانو او نړیوالو سازمانو سره به د افغانستان اړیکې د پراختیا او ټينګولو لپاره هڅې وکړي.

نوموړي وویل:

"د ملي امنیت شورا کارونه له دوستانو او نړیوالو سازمانونو سره د افغانستان د ستراتیژیکو اړیکې پالل دي، زموږ لومړیتوب به د افغانستان ملي ګټې وي، څرنګه مې چې د سفارت په وخت کې دغه تضمین کړې، زما زیاته هڅه به دا وي چې په دغه نوې دنده او مسوولت کې اړیکې نورې هم پیاوړې کړم."

د ملي امنیت شورا د افغانستان په حکومت کې یو مهم امنیتي ارګان دی چې د بېلابېلو امنیتي مسایلو ترڅنګ له هغو هېوادونو سره چې افغانستان ورسره ستراتیژيکې او امنیتي اړیکې لري، اړیکې مدیریت کوي.

حکومت تر اوسه د حنیف اتمر د استعفا لامل نه‎دی په ډاګه کړی، خو د کابل پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي استاد ودیر صافي وايي چې حکومت باید د حنیف اتمر او ورته نورو چارواکو د استعفاوو لاملونه له ملت سره شریک کړي، څو ولس له هرې مهمې پریکړې خبر شي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG