د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۵

محب: په‌داسې وخت د ملي امنیت سلاکار شوم چې افغانستان له بحران سره مخ دی


د امریکا په متحدو ایالاتو کې د افغانستان پخوانی سفیر حمدالله محب
د امریکا په متحدو ایالاتو کې د افغانستان پخوانی سفیر حمدالله محب

د افغانستان ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار، محمد حنیف اتمر استعفی ومنله او د ارګ د خبر پاڼې په حواله، په متحدو ایالاتو کې د افغانستان مخکنی سفیر حمدالله محب یې د هغه پرځای ټاکلی دی.

ښاغلي محب تېره شپه په یوه بیان کې له ولسمشر محمد اشرف غني د مننې ترڅنګ لیکلي چې داسې ستر مسئولیت یې په‎داسې وخت کې منلی چې افغانستان له بحراني حالت سره مخامخ دی او افغانان د ترورېزم په وېره کې ژوند کوي.

حمدالله محب ژمنه کړې چې د افغانستان د خلکو امنیت ته به لومړیتوب ورکوي.

د ارګ په خبرپاڼه کې چې پرون شنبه د سنبلې په ۳مه خپره شوه، ویل شوي چې اتمر د خپلې استعفی لیک پرون ولسمشر محمد اشرف غني ته وړاندې کړ.

د ارګ په خبرپاڼه کې په‎دې اړه نور جزئیات نه‎دي څرګند شوي.

خو د محمد حنیف اتمر له لوري په یوه بیان کې چې پرون شنبې د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه ازادي راډیو ته استولی، د حنیف اتمر له خولې لیکل شوي چې له څو میاشتو راهیسې یې د سولې او امنیت د تأمين، د ملي اجماع، ملي یووالي، ښې حکومتوالۍ، سیاسي مدیریت، ټاکنو، له سیمې او نړۍ سره د اړیکو د ټینګولو د څرنګوالي په څېر پر مسئلو یې د حکومت د رهبرۍ له چلند او سیاستونو سره جدي اختلاف درلود.

د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه
د ملي امنیت شورا ویاند قادر شاه

په بیان کې اتمر لیکلي، کله چې د دې اختلاف د حل لپاره تفاهم ته ونه رسېدل، استعفی یې وکړه.

د افغانستان د ولسي جرګې د دفاعي کمېسیون مرستیال، علي اکبر قاسمي پرون ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلیو غني او اتمر ته ځينې نږدې کړیو له ډېرې مودې راهیسې د هغوی د اختلافونو خبرې کولې.

ښاغلي قاسمي وویل:

"هغوی ته د نېږدې کسانو تبصره او تحلیل دا و چې ښاغلی اتمر له ولسمشره مرور شوی او استعفی یې کړې ده. تقریباً شل شپې یا یوه میاشت کېده چې اتمر په جرمني یا بل ځای کې اوسېده او بیا به کابل ته راته. ګویا، نه‎یې غوښتل چې خلک خبر شي چې د ولسمشر او د ملي امنیت د سلاکار ترمنځ ستونزې شته."

علي اکبر قاسمي په ولسي جرګه کې د غزني د خلکو استازی هم دی.

هغه پرون ازادي راډیو ته وویل چې د غزني پر ښار د وسله‎والو طالبانو وروستۍ ډله‎یيزې حملې چې خلکو ته یې زیات مالي او ځاني تاوان ورساوه، غالباً د حنیف اتمر په استعفی کې رول درلود.

خو رویټرز خبري اژانس په حکومت کې محمد حنیف اتمر ته د یوه نېږدې چارواکي په حواله لیکلي چې اتمر په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د افغانستان د جمهوري ریاست لپاره د کاندیدۍ پلان لري.

​دې لوړ رتبه حکومتي چارواکي له رویټرز سره د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط خبرې کړي دي.

هغه ویلي یې دي چې حنیف اتمر د جمهوري ریاست په را روانو ټاکنو کې ځان کاندیدوي او له دې امله یې استعفی کړې ده.

محمد حنیف اتمر په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهور رئیس محمد اشرف غني له عمده ملاتړ کوونکو و.

په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال پرون پر ټوېټر ولیکل چې د محمد حنیف اتمر استعفی د حکومت لپاره لویه خلا جوړولای شي.

خو په کابل کې د پوځي او سیاسي چارو شنونکی، محمد شفیق همدم په‎دې اړه متفاوت نظر لري.

همدم پرون ازادي راډیو ته وویل:

"سره له‎دې چې د خلا وېره وه، خو فکر کوم چې دا اندېښنه لېرې شوې، ځکه له ځنډه پرته په واشنګټن کې د افغانستان پخوانی سفیر، ډاکټر صاحب حمدالله محب د ملي امنیت سلاکار ټاکل شوی دی. نو فکر نه کوم چې خلا به جوړه شي او نه داسې جدي اندېښنه لرم چې دا استعفی یا برطرفي به د افغانستان پر امنیتي وضعیت منفي اغېز وکړي."

محمد شفیق همدم
محمد شفیق همدم

محمد حنیف اتمر د افغانستان د پخواني ولسمشرحامد کرزي په حکومت کې د یوې مودې لپاره د کورنیو چارو وزیر و.

هغه په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د سولې پر جرګه تر راکټي حملې وروسته، د کورنیو چارو له وزارته استعفی وکړه.

محمد حنیف اتمر په افغانستان کې د معارف وزیر او د کليو د بیارغونې او پراختیا وزیر هم پاتې شوی دی.

XS
SM
MD
LG