د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۱

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون: د حذف شویو کاندیدانو شکایت ارزولو ته اماده ګې لري


د انتخاباتي شکایتونو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې د کاندیدانو د ابتدايي لېست د یوې برخې له خپرېدو سره سم وايي، د خلکو له ابتدايي لېست نه د حذف شویو کاندیدانو د شکایتونو او اعتراضونو ارزولو ته بشپړه اماده ګې لري.

د دغه کمېسیون رئيس عبدالعزیز اریايي د یکشنبې په ورځ له انتقاد سره وویل، ولسمشر د یوه نامعلوم دلیل له مخې د انتخاباتي شکایتونو د ولایتي کمېشنرانو لېست تر اوسه پورې ځنډولی، خو دوی به اعتراضونه په کابل کې وارزوي.

عبدالعزیز اریايي
عبدالعزیز اریايي

نوموړي زیاته کړه:

"د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د ولایتي کمېشنرانو نشتوالی که څه هم، چارې ځنډوي خو د انتخاباتو قانون په څرګنده توګه وايي چې د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د ولایتي کمېشنرانو په نه شتون کې، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د مسؤلیت د منلو صلاحیت لري، له همدې امله موږ بشپړه اماده ګي لرو چې له مرکز او ولایتونو نه د شکایتونو د رسېدو په صورت کې، اقدام وکړو."

ښاغلي اریايي وویل چې د سرغړونو، تقلب او د خلکو د اعتراضونو د ارزولو په برخه کې به، د ولایتي کمېشنرانو نه شتون، یوه جدي ستونزه وي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې ته د کابل، نیمروز، ارزګان، نورستان، کونړ، خوست او بامیانو د ولایتونو د کاندیدانو ابتدايي لېست، د جمعې په ورځ ناوخته خپور شو او د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مسؤلینو ویلي چې د نورو ولایتونو د کاندیدانو د اسنادو پر ارزولو کار روان دی.

له خپور شوي لېست نه د یو شمېر کاندیدانو نومونه لېرې شوي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون مسؤلین وايي، دوی به دوه ډوله اعتراضونه درج کړي.

لومړی هغه کسان چې له ابتدايي لېست نه غورځول شوي او یا داچې پر نورو مسایلو اعتراض لري، د انتخاباتو د قانون د ۷۴ مادې له مخې کولی شي، د کاندیدانو د بشپړ ابتدایي لېست له خپرېدو وروسته، په دوو اونیو کې، خپل شکایتونه درج کړي.

دوهم، هغه اشخاص او ګوندونه چې ځینې کاندیدان د شرایطو وړنه ګڼي، دوی دې د ابتدايي لېست تر بشپړ خپرېدو وروسته، په دوو ورځو کې خپل شکایتونه درج کړي.

د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د غیر مسؤلو وسله والو ډلو د غړیتوب یا رهبرۍ، د ځمکو دغاصبینو، د بشر د حقونو دماتوونکو او په داسې نوروجرمونو کې د ښکېلو کسانو د مخنیوي لپاره، د ارزونې یو ځانګړی کمېسیون جوړ کړی دی.

د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون رئیس وايي، دغه شان کاندیدان به د بشپړې ارزونې وروسته، له لېست نه وایستل شي.

ښاغلي اریايي د دغه کمېسیون پر خپلواکۍ ټینګار کوي وايي، که حکومت په ډموکراسۍ باور لري، باید ډموکراتټکو بنستونو ته زیان ونه رسوي.

د انتخاباتو د څار ځینې بنسټونه سره له دې چې د انتخاباتي شکایتونو او اعتراضونو د ارزولو لپاره د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون تیاری ستايي، خو د ارزولو لپاره ټاکل شوې موده کافي نه ګڼي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ «فیفا» اجرائیه رئیس یوسف رشید په دې اړه داسې وايي:

یوسف رشید
یوسف رشید

"موږ د وخت له کبله اندېښمن یو، کوم وخت چې خلکو ته ورکړل شوی محدود دی ځکه د فهرست ترلاسه کېدل، مطالعه او داعتراضو درجول وخت غواړي."

ښاغلی رشید د اعتراضونو او شکایتونو د ښې ارزونې په برخه کې د انتخاباتي شکایتونو د ولایتي کمېشنرانو نه شتون، یوه ستونزه ګڼي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG