د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

د ولسي جرګې کاندیدانو د اسنادو څېړلو پر پروسې د«فیفا» انتقاد!


د ولسي جرګې لپاره د ځینو ولایتونو د کاندیدانو د لومړني لېست له اعلان سره سم، د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لخوا د اسنادو د څېړنې پر پروسې انتقاد کوي.

د دغه بنسټ اجرائیوي رئیس یوسف رشید د شنبې په ورځ«۱۳۹۷کال چنګاښ ۹» ازادي راډيو ته وویل چې د قانون له مخې باید د کاندیداتو د اسنادو د څېړلو پروسه د څارونکو او شاهدانو په حضور کې تر سره شي چې په خبره یې، داسې نه دي شوي.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی وايي، دغه موضوع دوی اندېښمن کړي دي:

"له بده مرغه دا دریم ځل دی چې دوی د انتخاباتو له قانونه سرغړونه کوي، په تېره هم د هغو حقونو په اړه چې قانون څارونکو او مشاهدینو ته ورکړي دي، کمېسیون باید خپلې غونډې په علنې ډول جوړې کړي، خو دوی دغې موضوع ته په سمبولیک شکل پاملرنه کوي او موږ هم د غونډو د محتوا په اړه په جریان کې نه یو اچول شوي."

ښاغلی رشید وايي چې که کمېسیون څارونکي له انتخاباتي بهیرونو خبر نه کړي دوی به په دې اړه خپل شکایت درج او په اړه به يې د پلټنو غوښتنه وکړي.

کابل، نیمروز، ارزګان، نورستان، کونړ، خوست او بامیان هغه ولایتونه دي چې د کاندیدانو لومړنی لېست یې تېره شپه اعلان شو.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي، ټاکل شوې ده چې د اسنادو له ارزونې او څېړنو وروسته نن شنبه د نورو ولایتونو د کاندیدانو لومړني لېستونه هم اعلان شي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي بیا دغو انتتقادونو ته په غبرګون کې وايي چې د کاندیدانو اسناد په یوه شفافه پروسه کې ارزول شوي او څه ستونزه نه لري.

د دغه کمېسیون کمېشنر معاذالله دولتي وايي، د کاندیدانو د اسنادو د څېړلو په پروسه کې د څارونکو پر موجودیت هېڅ ډول محدودیت نشته او دوی کولای شي چې له مهالوېش سره سم له پروسې څار وکړي.

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ په غونډو کې پر ګډون هېڅ محدودیت نشته او نه یوازې څارونکو بلکې رسنیو ته اعتبار لیکونه ورکړل شوي چې له مهالوېش سره سم راشي او له ورځنیو کارونو څار وکړي."

د افغانستان ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر د جوزا د میاشتې پر پنځمې نېټې پیل او پر ۲۲ پای ته ورسېد چې ور سره سم کمېسیون د کاندیدانو د اسنادو د څېړلو بهیر پیل کړ.

له دې سره د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو لپاره د کاندیدانو د لومړني لېست د ژر خپرېدو خبره کوي، خو وايي چې دقیقه نېټه یې نه ده مشخصه شوې.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان لمریز کال د مېزان د میاشتې پر ۲۸ نېټه تر سره شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG