د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۹

یو شمېر خبریالان پر رسنیو د فشار له امله د پاکستاني پوځ د غلې کودتا ننداره کوي


په پاکستان کې د پارلماني انتخاباتو د وخت له را لنډېدو سره پر خپلواکو رسنیو فشارونه د زیاتېدو په حال کې دي.

یو شمېر پاکستاني ژورنالېستان، بلاګران او هغه فعالان چې د ټولنیزو رسنیو پر سایټونو لکه ټوېټر او فېسبوک زیات فعالیت کوي، وايي چې تر زیاتېدونکي سانسور لاندې دي او د مالي جریمې او حتی برمته کېدو په څېر ګواښونه ورته کېږي.

یو شمېر خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ادعا کوي چې پر مطبوعاتو د فشار له زیاتېدو سره د پاکستان پوځ د غلې کودتا ننداره کوي.

په پاکستان کې د جولای په ۲۵مه نېټه پارلماني انتخابات کېږي.

د یو شمېر رسنیو د مسؤلانو په وینا، د پاکستان پوځي او امنیتي ادارې د خبریالانو د غلي کولو منظم کمپاین پېل کړی دی.

هغه ژورنالېستان چې د فشارونو په وړاندې مقاومت کوي، په نښه کېږي او د هغوی ادارې تر مالي فشار لاندې راځي یا جریمه کېږي.

په پاکستان کې د ژورنالېستانو د فدرالي اتحادیې مشر افضل بټ فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي:

"موږ هېڅ‎کله داسې سانسور چې اوس ورسره مخامخ یو، نه و تجربه کړی."

پاکستان په نړۍ کې د خبریالانو لپاره په ډېرو خطرناکو هېوادونو کې ګڼل کېږي.

خو د خبریالانو په وینا، د را روانو انتخاباتو په درشل کې تازه فشارونه او سانسور ساری نه‎لري.

د اسوشیټېډ پرېس په حواله، د پاکستان د پوځ ویاند د روانې میاشتې په پېل کې په اسلام‎اباد کې د پاکستان امنیت ته او حکومت ته د ګواښونو په اړه د خبرو په وخت، یو ګرافیک چارټ ښکاره کړ چې پر ټولنیزو رسنیو د یو شمېر فعالانو او د خبریالانو عکسونه په‎کې لګېدلي وو.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي و چې په چارت کې د هغو خبریالانو او فعالانو عکسونه دي چې د حکومت پر پرېکړو انتقادونه کوي یا هغه انتقادي پوسټونه خوښوي چې خلک یې د ټولنیزو رسنیو پر سایټونو خپروي.

د پاکستان د وخت نیوز ټلوېزیون د «اپنا اپنا ګرېبان» پروګرام کوربه مطیع‎الله جان په هغو کسانو کې و چې د پاکستان د پوځ د ویاند په چارت کې یې عکس و.

مطیع الله جان له مشال راډیو سره په مرکه کې وویل:

"زه د دې لپاره چې پر ټوېټر مې د انتخاباتو په درشل کې د امنیتي ادارو پر زیات فعالېدو انتقادونه کول، ما همدا راز په سیاسي چارو کې د امنیتي ادارو د مداخلې په اړه انتقادونه کول، نو له دې امله یې زما نوم خپور کړی دی. زما په باور، پوځ په‎دې ډول له ما د نارضایتي څرګندونه وکړه."

په هالنډ کې مېشت پاکستايی بلاګر احمد وقاص ګورایا ویلي چې پر فعالانو او رسنیو د پاکستان د استخباراتي او امنیتي ادارو فشار یوازې د پاکستان په جغرافیا پورې نه‎دی محدود.

احمد وقاص ګورایا ازادي راډیو ته وویل چې یو شمېر کسان چې ځانونه یې د پاکستان د استخباراتو د ادارې «ای.اېس.ای» استازي معرفي کړي وو، په پاکستان کې د هغه کورنۍ ته خبرداری ورکړی دی.

احمد وقاص ګورایا وايي:

"هغوی ویلي و چې د «ای.اېس.ای» سره تعلق لري او زما مور او پلار ته یي ویلي و چې وقاص ته ووایه چې تر انتخاباتو مخکې چُپ شه. خو زه حالاتو ته ګورم اوپر ټوېټر یې لیکم. زه لیکم چې دا نه شو منلای چې د پاکستان هېڅ یوه اداره هم موږ ته ووايي چې چا ته رأیه ورکړو."

څه موده مخکې، په پاکستان کې یوه فعاله ګل بخاري وتښتول شوه او د څو ساعتونو لپاره لادرکه وه.

د هغې په ملاتړ پر ټوېټر او فېسبوک زورور کمپاینونه وشول او د لادرکۍ پړه یې د پاکستان پر پوځي تشکیلاتو واچول شوه.

خو وروسته پوځ وویل چې په‎دې مسئله کې لاس نه‎لري او ګل بخاري خوشې شوه.

په اسلام‎اباد کې یو شمېر بهرني ډیپلوماټان هم اندېښنې لري.

یوه ډیپلوماټ چې د هویت د پټ پاتې کېدو په شرط یې له فرانس پرېس اژانس سره خبرې کړې، ویلي چې په پاکستان کې په زغرده د رسنیو د غلي کولو لپاره کلکې هڅې کېږي.

XS
SM
MD
LG