د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

هاشمي: نن یوازې ولسي جرګې ته د احتمالي نوماندانو لومړنی لېست اعلانېږي


د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې چې نن د جمعې په ورځ ولسي جرګې ته د شاوخوا لسو ولایتونو د احتمالي نوماندانو لومړنی لېست خپور شي.

د دې کمېسیون یوه کمېشنر سید حفیظ الله هاشمي د جمعې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې نن یوازې ولسي جرګې ته د احتمالي نوماندانو لومړنی لېست اعلانېږي او د ولسوالیو شوراګانو د نوماندانو لومړنی لېست به هم ډېر ژر اعلان شي.

حفیظ الله هاشمي
حفیظ الله هاشمي

دی وايي:

"ټاکل شوې چې دا لېست تېره ورځ اعلان شي، خو د زیات دقت او دقیقې څېړنې له امله تر ناوخته کار وشو او نن انشاالله د یو شمېر ولایوتو د ولسي جرګې لومړنی لېست «د کمېسیون» په ویب‎سایټ کې اعلانېږي او د ولسوالیو شوراګانو لېست به وروسته خپور شي."

دا په‎داسې حال کې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخاباتو ته د کاندیدانو نوم‎لېکنه د جوزا د میاشتې په ۵ مه پيل او د همدې میاشتې په ۲۲مه پای ته رسېدلې ده.

د انتخاباتو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې څه باندې شپږ زره تنو د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو څوکیو ته فورمې ډکې کړي دي.

په یادو کسانو کې ۲۴۵۴ یې د ولسي جرګې او۳۷۳۱ یې د ولسوالیو شوراګانو لپاره احتمالي کاندیدان دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د انتخاباتي مهال‎ویش سره سم ټاکل شوې وه چې د سرطان په اوومه د تېرې اوونۍ پنجشنبې په ورځ د کاندیدانو لومړنی لېست اعلان شي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې انتخابات د روان لمریز کال د میزان په ۲۸ مه نېټه ترسره شي.

په همدې حال کې د افغانستان د شفافو انتخاباتود بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د دغه پروسې څېړنه د دوی تر نظارت لاندې نه‎ده ترسره شوې او دا مسئله د انتخاباتو شفافیت تر سوال لاندې راولي.

محمد نعیم ایوب‎زاده
محمد نعیم ایوب‎زاده

ښاغلي ایوب‎زاده زیاته کړه:

"دوی د یو مېکانېزم او قانون له مخې دقیقه ارزیابي نه‎ده کړې چې موږ يې تأييد کړو، اول چې کوم کار کېږي هغه علنی او مسلکي نه‎دی او د ناظرینو په وړاندې نه‎دی شوی، موږ د دوی دا کار په بشپړ ډول نقدوو، ځکه چې د انتخاباتو کمېسیون سیاسي او سلیقوي چلند کوي چې زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده او په‎دې شکل نه‎شو کولای چې د شفافو او ازادو انتخاباتو پرخوا ولاړ شو."

د اسنادو د علني څېړنې نه موجودیت، په‎دې پروسه کې سیاسي او سلیقوي چلند، د مهالویش سره سم د کمېسیون د کارونو پرمخ نه تلل او هغه ستونزې دي چې د ښاغلي ایوب‎زاده په خبره د انتخاباتو د شفافیت په اړه يې اندېښنې راپارولي دي.

ښاغلی ایوب‎زاده وايي چې همدغه مسایل لامل کېږي چې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته د په کارپوه او مسلکي کسانو د ورتګ په مخه کې خنډونه جوړ کړي.

خو تېره ورځ د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي ووچې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو لپاره د ټولو کاندیدانو اسناد مرکز ته را رسېدلي او دغه اسناد به د ناظرو بنسټونو، مدني ټولنو او خبریالانو په وړاندې د کمېسیون په یوه علني جلسه کې تصویب او بیا به د کاندیدانو لومړنۍ لېست خپور شي.

XS
SM
MD
LG