د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۴

راتلونکي انتخابات د کابل چاپ ورځپاڼو په باور!


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې بیا هم د انتخاباتو په اړه لیکنې او سرلیکنې چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، انتخابات څومره ممکن دي؟

سرمقاله لیکونکی لیکلي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له بې درېغه مخالفتونو سره خپل کار ته دوام ورکوي، خو په خبره یې، ایا په اووسنۍ وضعه کې چې د هېواد د خاورې په له پنځوس سلنه زیاته برخه د حکومت واک نشته، د داسې انتخاباتو د ترسره کېدو امکان شته چې مشروعیت ولري او په یو بل بحران بدل نشي؟
ورځپاڼه لیکي، ځواب دا دی چې هېڅکله نه.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، داسې ښکاري چې په رېښتیا هم حکومت او بهرنیان غواړي چې انتخابات باید یا د دوی د خوښې پایلې ولري او یا داسې بحراني شي چې حکومت د خپل واک د دوام لپاره نورې نسخې عملي کړي.

هېواد:

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه یو مطلب خپور کړی چې څرنګه کسان راتلونکې ولسي جرګې ته لاره پیدا کولای شي.

د مطلب لیکوال لیکي، هغه کسان باید راتلونکې ولسي جرګې ته لاره پیدا کړي چې د بل د نظر تابع نه وي، د خلکو له ستونزو با خبره وي او د هواري لپاره یې هڅې وکړي، زده کړې ولري او د هېواد ملي ګټو ته ژمن وي.

په مطلب کې له خلکو غوښتل شوي چې په خپل انتخاب کې دقیق اووسي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپانې بیا د ولسي جرګې د غړو په حواله په خپل یوه مطلب کې لیکلي چې د ولسمشر دوهم مرستیال د انتخاباتو په چارو کې مداخله کوي.

په مطلب کې راغلي چې سرور دانش د یو مکتوب له لارې په غزني کې د انتخاباتي حوزو له کمولو سره مخالفت ښکاره کړی چې وکیلان یې همدا مخالفت په انتخاباتو کې لاسوهنه بولي.

مطلب کې راغلي چې وکیلانو ویلي، سرور دانش د یوې ولسوالۍ نه، بلکې د افغان ولسمشر مرستیال دی چې باید په خپلو پرېکړو کې هم همداسې اووسي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د راروانو انتخاباتو په اړه، د کمېسیون له خوا د کاندیدانو د اسنادو د څېړونو په تړاو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ غبرګون راخیستی چې ویلي یې دي، د قانون له مخې باید د کاندیدانو د اسنادو د څېړو پر مهال ټول څارونکي په جریان کې پرېښودل شوي وای.

خو په خبره یې، د انتخاباتو خپلواک کمېسيون دا مورد په پام کې نه دی نیولی چې دا له قانونه ښکاره سرغړونه ده.

XS
SM
MD
LG