د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

څېړنه: ۶۴ سلنه افغانانو ویلي چې راتلونکو انتخاباتو کې ګډون کوي


د سلام افغانستان رسنیزې مؤسسې له لوري ترسره شوې یوه تازه څېړنه په ډاګه کوي چې ډېری افغانان په انتخاباتو کې ګډون ته چمتووالی لري.

د سلام افغانستان رسنیزې مؤسسې په یوه تازه څېړنه کې چې له ۶۱۶۰ تنو افغانانو سره د انتخاباتو په اړه د مرکو پر اساس چمتو شوې ۶۴ په ۱۰۰ کې ویلي چې په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون کوي.

د دغې مؤسسې د څېړنې ډلې غړو د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۴» په یوه خبري ناسته کې اعلان وکړ، ۶۲ په ۱۰۰ کې مرکه کوونکو ویلي په‎دې دلیل په انتخاباتو کې ګډون کوي چې له انتخاباتو پرته بله چاره نه‎لري.

ډېری افغانان په انتخاباتو کې ګډون ته چمتووالی لري.

د دغې ډلې غړي اقبال برزګر ویلي، دغه څېړنه د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې ترسره شوې ده.

ښاغلی بزګر زیاتوي:

"هغه شمېرې چې لاسته مو راوړي، اکثریت مرکه کوونکو یعنې ۶۴ په ۱۰۰ کې ویلي، په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون کوي او پاتې یو شمېر نورو بیا ويلي په دغه بهیر کې ګډون نه‎کوي."

د برزګر په وینا په تازه ترسره شوې څېړنه کې کم شمېر یعنې په ۱۰۰ کې ۱۴ فیصده ښځو هم ګډون کړی وو.

برزګر وايي، په‎دغه څېړنه کې ټولنیزو ستونزو او محدودیتونو په انتخاباتو کې د ښځو د کمرنګ ګډون اصلي عوامل بلل شوي دي.

دا څېړنه داسې مهال ترسره کېږي چې تازه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ته د کاندیدانو د نوم‎لیکنې بهیر پای ته رسېدلی.

همدا شان په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون د نوم‎لیکنې بهیر هم د ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې پای ته رسېدلی.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د روان کال د میزان په ۲۸مه ترسره شي.

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د مسؤلینو په وینا په انتخاباتو کې د ګډون لپاره له شپږ میلیونه زیاتو کسانو نوم‎لیکنه کړې ده.

له‎دې وړاندې داسې اندېښنې موجودې وې چې ګنې په انتخاباتو کې به د خلکو ګډون کمرنګه وي، خو د سلام افغانستان رسنیزې مؤسسه په تازه څېړنه کې ویل شوي اوس هم په بشپړ ډول خلک په انتخاباتو باور نه‎لري.

د دغې مؤسسې د مسؤلینو په وینا د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او حکومت باید په انتخاباتي بهیر د خلکو د باور د راجلبولو لپاره ډېرې هڅې زیاتې کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه اجرائیه رئیس یوسف رشید وايي، د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید په انتخاباتو کې د خلکو ګډون او چمتووالي ته احترام ولري.

ښاغلی رشید وايي، دغه څېړنه دا په ډاګه کوي چې په تېرو انتخاباتو کې له ستونزو سره سره، بیا هم خلک دغه بهیر ته هیله‎مند دي.

یوسف رشید
یوسف رشید

دی زیاتوي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نه مو غوښتنه دا ده چې په دغه څېړنه کې د خلکو له نېکو نظریو استفاده وکړي او د ولسواکۍ لپاره هڅې وکړي او په‎دې برخه کې کوښښ وکړي چې په‎کار کې یې شفافیت موجود وي."

له دې وړاندې په وار وار د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ویلي و چې د خلکو د رأیو د ساتنې او د انتخاباتو د شفافیت لپاره به هڅې وکړي.

خو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو مؤسسه اجرائیه رئیس وايي، که راتلونکي انتخابات په شفاف ډول ترسره نه‎شي په راتلونکي انتخاباتو کې به د خلکو ګډون کمرنګه وي.

راپور: رحمت‎الله افغان

XS
SM
MD
LG