د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

څېړنه: د ۱۳۹۷ کال په انتخاباتو کې به نږدې۷۰ سلنه خلک ګډون وکړي


د افغانستان د مطالعاتو د پراختیا مؤسسې تازه څېړنه ښيي چې د ۱۳۹۷ کال په انتخاباتو کې به نږدې ۷۰ فیصده خلک ګډون وکړي.

دغه مؤسسه وايي، د دوی د نوې څېړنې له مخې نږدې ۴۰ سلنه خلک په دې ډاډه دي چې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات په شفاف ډول ترسره کړي.

د دغې مؤسسې رئیس مرتضی صارم د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۲» په کابل کې د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له کمېشنرانو سره په ګډه خبري ناسته کې د څېړنې د پایلو د اعلان پر مهال خبریالانو ته وویل چې په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون سیاسي شعور او انګېزه لوړه ده.

یو انتخاباتي مرکز
یو انتخاباتي مرکز

نوموړي زیاته کړه:

"په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون سیاسي شعور او انګېزه ډېره لوړه ده، البته په دې شرط چې د خلکو امنیت تأمین شي، د سیمه‌ییزو زورواکو مخه ونیول شي او له بله پلوه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون باید د امکان تر بریده د ۱۳۹۷ کال د انتخاباتو د بهیر شفافیت تضمین کړي."

ښاغلی صارم وايي، دغه څېړنه چې له ولسواکۍ د خلکو د ملاتړ او د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون او لېوالتیا په نوم د افغانستان په ۲۴ ولایتونو کې له ۳۰۴۰ کسانو سره چې نږدې ۹۴۱یې ښځې جوړوي د مخامخ مرکو پر مټ چمتو شوې ده.

د افغانستان د مطالعاتو د پراختیا مؤسسه وايي چې په یو شمېر ولایتونو او ولسوالیو کې د ناامنیو او د مؤسسې د بودجې د کمېښت له امله څېړنه نه‌ده شوې.

د دغې مؤسسې رئیس زیاتوي، د څېړنې پر اساس روانې ناامنۍ او سیمه‌ییز زورواکي په انتخاباتو کې د خلکو د ګډون په وړاندې عمده ستونزې دي او که‌یې مخه ونه‌نیول شي پر انتخاباتو به د خلکو راټوکېدلی باور زیانمن کړي.

په ۱۳۹۳ کال کې د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم پړاو انتخابات کړکېچ ته ولاړل او د ملي وحدت حکومت د هوکړې له مخې محمد اشرف غني ولسمشر شو چې دغه توافق پر انتخاباتو د افغانانو باور کم کړ.

د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون عملیاتي مرستیاله وسیمه بادغیسي له دغې څېړنې هرکلی کوي او وايي چې دوی به د انتخاباتو د شفافیت لپاره د څېړونکې مؤسسې وړاندیزونو ته به پام وکړي.

مېرمن بادغیسي وايي:

"دغه څېړنه په ډاګه کوي چې یوه زیاته فیصدي خلک د انتخاباتو پر کمېسیون باندې باور لري او هم زیات شمېر خلک د انتخاباتو ترسره کېدو ته هیله‌مند دي، دا د دې ښکارندویي کوي چې موږ له دې ډول څېړنو ملاتړ وکړو او د انتخاباتو په چارو کې ورنه استفاده وکړو، د سیاسي او شخصي شایعاتو په وړاندې ودرېږو او د ملت د ګټو تر څنګ ودرېږو."

د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات د میزان پر ۲۸مه ترسره کېږي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون کمېشنر رفیع‌الله بېدار وايي چې د انتخاباتو په وړاندې د ناامنیو د مخنیوي او د انتخاباتو د شفافیت په اړه دوی له امنیتي بنسټونو او اړوند حکومتي ادارو سره مسلسلې غونډې لري.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG