د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د تاله‌وبرفک او بل چراغ ولسوالیو د سقوط په اړه د چارواکو ضد او نقضیې څرګندونې!


سره له دې چې له تېرې ورځې راپه دېخوا د بغلان د تاله‌وبرفک او د فاریاب د بل چراغ ولسوالیو د سقوط خبرونه د رسنیو سرټکي دي، خو د افغانستان د دفاع وزارت لا هم د دغو ولسوالیو د سقوط خبر نه‌تأیيدوي، خو دا یو امنیتي ګواښ بولي.

د دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال غويي ۱۹» ازادي راډيو ته وویل چې په دغو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ جنګ دوام لري او ډېر ژر به مخالفینو ته ماتې ورکړي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"د بل چراغ او تاله‌وبرفک ولسوالۍ د وسله‌والو مخالفینو تر ګواښ لاندې دي، هلته جګړه دوام لري او موږ پوره امادګي لرو، اوس‌مهال دا دواړه ولسوالۍ د مخالفینو په ولکه کې نه‌دي، موږ مخالفین د ولسوالۍ نه بهر تر حملې لاندې ونیول او ګواښونه به‌يې ډېر ژر له‌منځه یوسو."

ښاغلي رادمنش وویل چې د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د مخالفینو امنیتي ګواښونه موجود دي، خو پر ضد يې د افغان امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

خو د بغلان د سیمه‌ییزو چارواکو په وینا د روانې اوونۍ د سې شنبې په ورځ له غرمې وروسته د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د بغلان والي عبدالحی نعمتي ویلي چې د تاله‌وبرفک ولسوالۍ د امنیت ساتنې ۱۰۰ تنه د عامه نظم پولیس د دې ولسوالۍ نږدې غرونو ته تښتېدلي دي.

بل‌خوا هم د دې ولایت د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني ازادي راډيو ته وویل چې د تاله‌وبرفک د ولسوالۍ ودانۍ په بشپړ ډول د وسله‌والو طالبانو لاس ته غورځېدلې ده او د بېرته نیولو لپاره‌يې تر دې دمه عملیات نه‌دي پیل شوي.

بغلان
بغلان

نوموړي زیاته کړه:

"۱۵ یا ۲۰ تنه ټپيان دي، یو شمېر اسیران شوي ځیني غرونو ته تښتېدلي دي او ساحه‌يې پرېښې ده، زیات شمېر وسایط او مهمات د طالبانو لاس ته ورغلي دي او د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره لا تر اوسه هم عملیات نه‌دي پیل شوي."

د ده په خبره اوس‌مهال د بغلان دوه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو په ولکه کې دي او د دې ولایت پنځه نورې ولسوالۍ د وسله‌والو مخالفینو له ګواښ سره مخ دي چې دا د افغانستان د شمالي ولایتونو لپاره د خطر زنګ دی.

د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي بیا وايي چې له تېرو ۱۰ ورځو راپه دې خوا د تاله‌وبرفک ولسوالۍ مسؤلینو مرسته غوښته، خو مرکزي حکومت ورته هېڅ پاملرنه ونه‌کړه.

په ورته وخت کې د فاریاب سیمه‌ییز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د بل چراغ ولسوالۍ هم د طالبانو لاس ته غورځېدلې او په دې ولسوالۍ کې مېشت شااوخوا ۵۰ تنه حکومتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې او یا هم د طالبانو په لاس اسیران شوي دي.

د دې ولایت د ولایتي شورا منشي سید عبدالباقي هاشمي ازادي راډيو ته وویل:

"تر دې دمه لا اضافي سرتېري سیمې ته نه‌دي استول شوي، د بل چراغ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده، له ۵۰ تنو نه زیات تلفات لرو او طالب وسله‌وال په ولسوالۍ کې دي."

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې د سې شنبې په شپه وسله‌والو طالبانو پر دې ولسوالۍ حمله وکړه.

د هاشمې په وینا که چېرې د بل چراغ ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره ژر عملیات ونه‌شي، نو د دغې ولسوالۍ سره ګاونډۍ نورې ولسوالۍ به هم سقوط وکړي چې په دې سره به وسله‌وال مخالفین د فاریاب مرکز میمنې تر دروازو راورسېږي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG