د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۶

دفاع وزارت: د «الخندق» په نوم د طالبانو عملیات تبلیغاتي بڼه لري


د افغانستان دفاع وزارت د طالبانو له‌خوا اعلان شوي پسرلني عملیات د دغې ډلې د تبلیغاتو یوه برخه ګڼي وايي چې طالبانو خپل توان له لاسه ورکړی دی.

د دغه وزارت د ویاند د دفتر سرپرست محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۰۵» ازادي راډيو ته وویل چې د «الخندق» په نوم اعلان شوي عملیات به وسله‌والو طالبانو ته هېڅ لاسته راوړنه ونه‌لري.

ښاغلی رادمنش وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټول توان د وسله‌والو مخالفینو پر وړاندې ودرېږي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"د افغانستان دفاعي ځواکونه به د هغه څه پر وړاندې چې ډار اچوونکې ډلې غواړي ويې کړي او ورباندې نوم کېږدي د ټول جدیت، چمتووالي او ظرفیت سره ودرېږي، د خندق عملیات یوازې یوه تبلیغاتي کلمه ده چې دوی اعلان کړې او غواړي هغه ماتې چې دوی خوړلي، جبران‌یې کړي."

طالبانو د یوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي دي، د چهارشنبې له ورځې یې په ټول افغانستان کې د «الخندق» په نوم عملیات پیل کړي دي.

د یادې ډلې په اعلامیه کې راغلي دي چې د دغو عملیاتو ډېر تمرکز به د امریکايي او افغان ځواکونو هدف ګرځول وي.

طالبانو په تېرو کلونو کې هم د عملیاتو ویلي، تېر کال دغې ډلې د منصوري او وړم کال‌یې بیا د عمري په نوم نومول شوي عملیات درلودل.

له دې سره د مشرانو جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي وايي، هغه کسان چې د سولې پر ځای د جنګ لاره غوره کوي باید د افغان ځواکونو له جدي غبرګون سره مخ شي.

محمد اصف صدیقي
محمد اصف صدیقي

نوموړي زیاته کړه:

"هغه څوک چې جنګېږي او د سولې هرکلی نه‌کوي، حکومت‌یې باید پر وړاندې جدي دریځ ولري او پر وړاندې يې له بېلابېلو لارو جنګ ته شدت ورکړي چې ونه‌شي کولای سر جیګ کړي، په حقیقت کې د دوی څخه ډېر یې د سولې اراده نه‌لري، نو ځکه د امنیتي مسؤلانو څخه زموږ هیله دا ده چې تعرضي حالت غوره کړي."

د افغانستان د دفاع وزارت هم د نوي لمریز کال له پیل راهیسې په ټول هېواد کې د «نصرت» په نوم عملیات پیل کړي دي.

دا وزارت وايي چې د دغو عملیاتو په جریان کې سلګونه وسله‌وال مخالفین مړه او ټپیان شوي او ځينې سیمې یې هم پاکې کړې دي.

د امنیتي چارو کارپوه محمداګل مجاهد بیا د طالبانو «الخندق» عملیات د اندېښنې وړ بولي وايي، امنیتي او دفاعي ځواکونه باید د دغې ډلې پر وړاندې پر وخت او دقیق پلان ولري.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

  • پخواني معلومات

وسله‌والو طالبانو نن د پسرلنیو عملیاتو د پیلېدو اعلان وکړ.

طالبانو نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د «الخندق» په نوم دغو عملیاتو کې به امریکایي ځواکونه او د هغوی استخاراتي مأمورین او هم د هغوی داخلي ملاتړي په نښه شي.

طالبانو ویلي چې دغه تهاجمي عملیات د امریکا د ولسمشر ډونالد ټرمپ د هغې ستراتېژۍ په وړاندې ځواب دی چې تېر کال په اګسټ کې یې د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره اعلان کړې وه.

د افغانستان په اړه د ډونالد ټرمپ څرګندونې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:41 0:00

د دغې ستراتېژۍ له مخې امریکایي ځواکونو ته زیات واک ورکړای شوی چې وسله‌وال وځپي.

د طالبانو له‌خوا د پسرلنیو عملیاتو تر پیلېدو مخکې هم دغې ډلې په دې وروستیو کې په افغانستان کې حملو ته زور ورکړی و.

د افغانستان د چارو یو شمېر لوېدیځ او افغان کارپوهان په دې باور دي چې طالبانو په ننني اعلان سره د افغانستان د حکومت د سولې وړاندیز ته نه وویل.

افغان ولسمشر اشرف غني څه کم دوه میاشتې مخکې طالبانو ته له قید او شرط پرته د سولې د خبرو وړاندیز وکړ او ویې‌ویل چې طالبان به د یوې سیاسي ډلې په توګه په رسمیت وپېژنې که دوی د سولې لاره خپله کړي.

افغان ولسمشر د سولې خبرو ته د طالبانو د حاضرېدو لپاره هغوی ته د ځینو نورو امتیازاتو ورکولو وړاندیزونه هم وکړل، خو طالبانو تر اوسه په رسمي ډول دغه وړاندیزونه ن رد کړي او نه‌یې منلي دي.

XS
SM
MD
LG