د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۱

دانش: له تروریستانو نه د غچ اخیستلو یوازینۍ لار د رسنیزو کارونو دوام دی


TV camera press journalist
TV camera press journalist

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال ټینګار کوي چې له تروریستانو نه د غچ اخیستلو یوازینۍ لار، په هېواد کې د رسنیزو کارونو دوام دی.

افغان چارواکي د مې پر درېیمه یا د مطبوعاتو په نړیواله ورځ، په داسې حال کې چې د رسنیو پر وضعیت او د خبریالانو پر وژلو اندېښنې ښيي ټینګار کوي چې له تروریستانو نه د غچ اخیستلو یوازینۍ لار، په هېواد کې د رسنیزو کارونو دوام دی.

د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش چې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب د کمېټې رئیس هم دی، د پنجشنبې په ورځ یې د مې پر درېیمه د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې د خبریالانو وژلو ته اشاره وکړه ویې ویل چې د خبریالانو د امنیت خوندیتوب او ملاتړ ته،کارونه ترسره کوي.

سرور دانش
سرور دانش

نوموړي زیاته کړه:

"په راتلونکو ورځو کې به د کمېټې په لومړۍ ناسته کې، و ارزوو چې د امنیت او خوندیتوب لپاره ښې لارې څنګه ولټوو، اطلاعاتو ته د لاسرسي له نوي قانون سره سم غوره لارې ولټوو، د دغه قانون تصویب، د بیان د ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاس رسي یوه بنیادي لاره ده، که موږ یو د بل په مرسته وتوانېږو چې دغه قانون په سمه توګه پلی کړو، په افغانستان کې به اطلاعاتو ته د لاسرسي په لاره کې یو ژور بدلون رامنځته شي."

ښاغلي دانش وویل چې پر خبریالانو د وسله والو مخالفینو حمله یو پلان شوی کار و، ځکه د ده په خبره مخالفین د رسنیو له کار او فعالیته او په هېواد کې یې له اغېزو ژوره وېره لري.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ چې په افغان حکومت کې د بیان ازادي بنیادي شوې او هېڅ څوک ترې دغه لاسته راوړنه، نشي اخیستلی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب د کمیټې د معلوماتو له مخې، په دې وروستیو کې په کابل، کندهار او خوست ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو په حملو کې، یوولس خبریالان وژل شوي دي.

د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کابل د شش درک په سیمه کې، د وسله والو مخالفینو په حمله کې د ۹ خبریالانو په ګډون، ګڼ ملکي کسان ووژل شول.

د دې حملې مسؤلیت داعش ډلې پر غاړه اخیستی دی.

د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټه وايي، په تېرې یوې نیمې لسیزه کې څه باندې ۸۰ خبریالان د رسنیزو فعالیتونو پر مهال وژل شوي دي.

د مطبوعاتو د ورځې د لمانځلو په غونډه کې د ملګرو ملتونو د سازمان د مرستندویه دفتر یوناما استازي رینو دیتیل، افغانستان د خبریالانو لپاره یو خطرناک هېواد وباله:

دیټل: افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک ځای دی.
دیټل: افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک ځای دی.

"ملګرو ملتونو دا تشخیص کړې چې افغانستان د خبریالانو لپاره یو خطرناک هېواد دی، موږ دخبریالانو په خوندیتوب او د مجازاتو پر نه معافیت ټینګار کوو، ځکه دا د ډیموکراسۍ اصل دی."

د خبریالانو د خوندیتوب کمېټه هم د یوناما په شان، افغانستان د رسنیو لپاره خطرناک ګڼي.

د دغې کمېټي رئیس نجیب شریفي، د خبریالانو وژنه د وسله والو طالبانو د خندق د عملیاتو له اعلان پورې تړلې ګڼي وايي، د خبریالانو او رسنیو د نامشروع ګڼلو په تړاو، د داعش او طالبانو ژبه یوه ده.

ده تاکید وکړ چې د خبریالانو د امنیت او خوندیتوب لپاره باید، جدي تدابیر ونیول شی:

"یو لړ جدي او عملي تدابیر د خوندیتوب د ګډې کمېټې له خوا نیول شوي دي، هیله ده وروستیو حملو او د دښمن د تاکتیکونو بدلولو ته په کتو، دغو تدابیرو ته باید بیا وکتل شي څو وکړای شو جدي او عملي تدابیر ونیسو، کله چې دغه تدابیر نیول کېږي، باید عملي کولو ته یې زیاته هڅه وشي."

ده وویل چې تېر کال شااوخوا شل خبریالان وژل شوی وو او که خوندیتوب ته یې تدابیر جدي نه شي، د غه وژل به زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې د بې پولې خبریالانو سازمان په خپل کلني وروستي راپور کې په افغانستان کې د خبریالانو وضعیت ښه ښودلی دی.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG