د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

انلاین ټایم: د افغانستان د رسنیو کیسه یوه بریالۍ کیسه ده


لاس انجلس ټایمز:

لاس انجلس ټایمز ورځپاڼه د وژل شویو خبریالانو په اړه لیکي، د دوی کیسه د دوی د خپل هېواد وه، خو دوی ووژل شول او کیسه یې په خپله ونه کړه.

د دوشنبې په ورځ په کابل کې چاودنو د ازادي راډیو درې خبریالان سباوون کاکړ، فرشته محرم درانۍ، عبادالله حنانزی او شپږ نور خبریالان ووژل.

په همدې ورځ په خوست کې د بي بي سي یو خبریال هم د ډزو پر مهال ووژل شو.

لاس انجلس ټایمز لیکي، په تېرو ۱۷ کلونو کې د دوشنبې ورځ تر بلې هرې ورځې په افغانستان کې د خبریالانو لپاره خونړۍ وه.

ورځپاڼه لیکي، دا حمله د دې څرګندونه کوي چې حتی د کابل هغه سیمه چې سخت امنیت یې نیول کېږي، خوندي نه ده.

لاس انجلس ټایمز لیکي، فرشته محرم درانۍ د ښځینه خبریالانو د وړې کورنۍ برخه وه او په دې پېښه کې داسې نارینه خبریالان ووژل شول چې د رسنیو د دود شوي کلچر په بدلېدو کې یې مرسته کړې.

اتلانتیک:

اتلانتیک خپرونې په کابل کې د دوشنبې د ورځې خونړیو بریدونو ته په اشارې سره د خپلې مقالې سرلیک داسې انتخاب کړی، د فوټو ژورناليست شاه مري یاد.

دی یو له دغو نهو خبریالانو څخه و چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې ووژل شو.

خپرونه لیکي، شاه مري له ۱۹۹۸ کال راپه دېخوا له فرانس پرېس اژانس سره په کار بوخت و.

اتلانتیک د دې فوټو ژورناليست یو شمېر اخیستي عکسونه هم خپاره کړي چې په دغو کې د کورنیو بېځایه شویو عکسونه، د ځان مرګو بریدونو عکسونه او داسې عکسونه هم شته چې د افغانانو د خوښۍ او بریاوو کیسې کوي.

انلاین ټایم:

انلاین ټایم خپرونې بیا تر دې اوږده سرلیک لاندې لیکنه خپره کړې، د افغانستان د رسنیو کیسه یوه بریالۍ کیسه ده او دوو بریدونو ښکاره کړه چې باید ساتنه یې وشي.

په دې مقاله کې راغلي دي چې ډېر افغان خبریالان په سختو شرایطو کې د اتلانو په څېر کارونه کوي او د طالبانو د رژیم له ماتې راوروسته، د افغانستان د رسنیو پرمختګ یوه بریا ده چې په کابل کې د دوشنبې د ورځې خونړی برید د دې مهمې لاسته راوړنې اهمیت نور هم زیات څرګند کړ چې حفاظت یې وشي.

XS
SM
MD
LG