د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

په کابل کې د تېرې دوشنبې ورځې د وژل شویو خبریالانو فاتحه واخیستل شوه


په کابل کې د تېرې دوشنبې د ورځې وژل شویو افغان خبریالانو فاتحه واخیستل شوه.

د کابل د دوشنبې ورځې په انتحاري حملو کې د وژل شویو خبریالانو د فاتحې مراسم د افغانستان د خبریالانو او رسنیو ټولنو فدارسیون، رسنیو استازو او ملي راډیو ټلوېزیون له لوري د افغانستان د ملي راډیو ټلوېزیون په تالار کې ترسره شول.

چې په کې د افغان کابینې غړیو ملي شورا او د خبري رسنیو استازو او همدا شان د وژل شویو خبریالانو د کورنیو غړیو کډون کړی و.

له فاتحې وروسته په جوړه شویو مراسمو کې د وژل شویو خبریالانو د کورنیو غړیو حکومت د خبریالانو د امنیت په ساتلو کې ګرم وباله.

د وژل شوي خبریال غازي رسولي، د کورنۍ غړي محمد اشرف رسولي وویل:

"د خلکو امنیت ساتل د حکومت دنده ده، له بده مرغه حکومت د دې پرځای چې د خلکو امنیت وساتي د ځان د امنیت ساتلو په فکر کې دي."

د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوه خونړۍ انتحاري حمله کې د ازادي راډیو د درېیو خبریالانو محرم درانۍ، سباوون کاکړ او عبادالله حنانزي په ګډون د بېلابېلو ادارو ۹ خبریالان ووژل شول او یوشمېر نور ټپيان شول.

د ازادي راډیو شهید شوي دری همکاران
د ازادي راډیو شهید شوي دری همکاران

د دغې حملې مسؤلیت داعش یا د اسلامي دولت وسله والې ډلې په غاړه واخیست.

په همدې ورځ په خوست ولایت کې د بي بي سي سیمه ییز خبریال د نامعلومو وسله والو په حمله کې ووژل شو.

د افغان خبریالانو وژل کېدل په ملي او نړیواله کچه په سختو ټکو وغندل شول.

د افغانستان د ژرنالیستانو او رسنیو ټولنو فدارسیون غړې او د افغان ښځینه خبریالانو شبکې مشرې شفیقې حبیبي له حکومته وغوښتل چې د خبریالانو امنیت دې خوندي کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"د ملي وحدت حکومت نه زموږ او د خبریالانو توقع داده د خبریالانو امنیت ته جدي رسیده ګي وکړي او د خبریالانو امنیت خوندي کړي."

د مشعل ټلوېزیون رئیس فتح الله بابکرخېل له حکومت وغوښتل چې د بیان ازادي تضمین کړي او هغه سړک چې خبریالان ورباندې وژل شوي د هغوی په نوم ونوموي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په مراسمو کې وویل چې د دغه قضیې د جدي پلټنو امر یې کړی.

عبدالله عبدالله
عبدالله عبدالله

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي امنیت په شورا کې دغه خبره مطرح شوه چې دغه د یوې قضیې په توګه جدي وپلټل شي، کمبودي اوستونزه چېرته وه، پوهېږم دا ستاسو درد نه شي کمه ولای، خو دا به د راتلونکو تراژیديو په مخنیوي کې مرسته وکړي."

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر رسول باوري وویل حکومت د بیان ازادي ته ژمن دی او هڅې کوي چې د خبریالانو د خوندیتوب لپاره نوي میتودونه رامنځته کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG