د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۶

ایران او روسیه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او د ناټو د سرمنشي د خبرو اصلي محور!


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وویل، سره له دې چې حکومت یې د ایران د اټمي پروګرام په اړه د تهران او نړیوالو قدرتونو له موافقې د وتلو پرېکړه نه ده کړې خو که په موافقه کې اساسي بدلونونه را نه شي، په تړون کې د امریکا پاتې کېدل ممکن نه برېښي.

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر، مایک پامپيو پرون جمعه د بلجیم په پلازمېنه، بروکسل کې د ناټو له عمومي منشي او د تړون د غړیو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره خبرې وکړې.

هغه وروسته، په یوه خبري غونډه کې وویل چې له موافقې د امریکا د وتلو پړېکړه لا نه ده شوې خو که ستر تغییر را نه شي او مهمې نیمګړتیاوې په کې سمې نه شي، داسې نه برېښې چې د مې تر میاشتې وروسته به د امریکا ولسمشر په موافقه کې پاتې شي.

مایک پامپیو
مایک پامپیو

مایک پامپیو زیاته کړه:

"زه باور لرم چې منځني ختیځ ته زما په سفر کې به هم پردې خبرې وشي، موږ به یوازې پر هغو اندېښنو چې مکرراً ولسمشر ټرمپ یادې کړې خبرې نه کوو بلکې د هغو نیمګړتیاو پر حل او د هغوی غلطیو پرسمولو به هم خبرې وکړو چې ولسمشر ټرمپ اشاره ورته کړې."

مايک پامپيو له هغو کسانو دی چې له ابتدا يې د ایران او نړیوالو قدرتونو له موافقې سره مخالفت درلود.

د ایران او نړۍ شپږو قدرتونو په۲۰۱۵ مېلادي کال کې موافقه وکړه چې د یورانیمو د غني کولو د پروګرامونو د بندولو په بدل کې به پر تهران د نړیوالو اقتصادي بندیزونه کم شي.

د امریکا د بهرنیو چارو نوي وزیر پرون همدا راز پر روسیې تور پورې کړ چې د غربي ډیموکراسیو د تخریب هڅې کوي.

مایک پامپیو دې ته اشاره وکړه چې د ناټو غړیو هېوادونو په اروپا کې د روسیې فعالیت له "تشدده ډک" بللی او پر ضد یې ګډ دریځ غوره کړی دی.

هغه خبریالانو ته وویل:

"روسیه د ناټو متحدانو او شریکانو ته هم پوځي ګواښ دی او هم یې د تشدد کمپاین پېل کړی او هڅه کوي چې غربي ډيموکراتیک بنسټونه تخریب کړي، د روسیې د اعمالو چې د منلو وړ نه دي، په رڼا کې، ناټو تر بل هر وخت کلکه شوې ده، د امریکا متحدو ایالاتو واضح کړې چې که مسکو خپل اقدامات بدل او له نړیوالو قوانینو سره یې برابر نه کړي، ناټو به له روسیې سره روابط نه عادي کوي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر همدا راز د شمالي او جنوبي کوریا ګانو د رهبرانو د کتنې په اړه په غبرګون کې وویل چې دواړو خواو ته یې د دې تاریخي ګام د پورته کولو له امله مبارکي ویلې ده.

مايک پامپيو وویل، د امریکا د جمهور رئيس له ټینګاره پرته ښايي د جنوبي او شمالي کوریان ګانو د مشرانو د کتنې امکان په حقیقت نه وائ بدل شوی.

XS
SM
MD
LG