د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

شمالي او جنوبي کوریا: ژمن یو چې د کوریا ټاپو وزمه له اټمي وسلو پاک کړو


د شمالي کوریا او جنوبي کوریا مشرانو ژمنه وکړه چې کوریا ټاپو وزمه به په بشپړ ډول له اټمي وسلو پاکوي او په رسمي توګه به په سیمه کې د جګړې د ختمولو لپاره له امریکا او چین سره په ګډه خبرې وکړي.

د شمالي کوریا ولسمشر کېم جونګ-اون د دواړو کوریاګانو ترمنځ د ۱۹۵۳میلادي کال د جګړې راهیسې د پیونګ یانګ لومړنۍ واکمن دی چې د جنوبي کوریا پر خاوره يې نن قدم کېښود او له خپل سیال سره يې وکتل.

کېم جونګ-اون او مون جه په محلي وخت سهار نهه نیمې بجې د دواړو هېوادونو ترمنځ په یوه ګډ سرحدي کلي کې غونډه وکړه.

له کېم جونګ-اون سره د هغه خور هم له جنوبي کوریا څخه په دې تاریخي کتنه کې ملګرې وه.

خو د کوریاګانو د ولسمشرانو په ګډ بیان کې په دې اړه چې پیونګ یانګ به له اټمي وسلو څخه د کوریا ټاپو وزمې د پاکولو لپاره څه ډول ګامونه اخلي، څه نه دي ویل شوي.

کېم جونګ-اون وویل، زه نن دلته ولاړ یم او وینم چې دا دواړه یو خلک او یوه وینه ده

دوي له یو بل نه نشي جلا کیدی.

کېم جونګ-اون
کېم جونګ-اون

کېم جونګ-اون وویل:

"دا په اړیکو کې د ښه والي لپاره یوازې پیل دی. خو زه هیله مند یم چې زموږ دا لومړنۍ غونډه او خبرې به خلک چې له دې سرمشريزې تمه لري،راضي کړي."

دواړو مشرانو موافقه وکړه چې د جنوبي کوریا ولسمشر مون جه به د روان میلادي کال په پای کې له شمالي کوریا کتنه کوي.

د جنوبي کوریا مشر مون جه دا غونډه ګټوره وبلله:

"دا چې موږ ډيرې ښې خبرې وکړې، نو زه باور لرم چې دا به د جنوبي او شمالي کوریا د خلکو او دغه راز د ټولې نړۍ لپاره یوه ښه تحفه وي."

که څه هم د دواړو کوریاګانو ترمنځ جګړه په ۱۹۵۳میلادي کال کې پای ته رسېدلې ده خو دواړه هېوادونه له تخنیکې اړخه له یو بل سره د جنګ په حالت کې دي.

د شمالي او جنوبي کوریاګانو د ولسمشرانو ترمنځ تر کتنې یوه ورځ مخکې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل، څو پورې چې پیونګ یانګ په ښکاره خپل اعمال بدل کړی نه وي او په دریځ کې يې کلک تغیر رانه شي پر دې هېواد باید د نړیوالې ټولنې بندیزونه او فشارونه پر ځای پاتې شي.

تمه ده چې د شمالي کوریا او متحده ایالاتو ولسمشران د راتلونکې مې او یا جون میاشت په لومړیو کې په خپلو کې وویني.

XS
SM
MD
LG