د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ لړم ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د جرمني صدراعظمه واشنګټن ته تللې، څو له امریکا سره اړیکې ښې کړي


تمه ده د جرمني صدراعظمه انګلامرکل د جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري.

د جرمني صدراعظمه انګلا مرکل واشنګتن ته تللې، څو له امریکا سره اړیکې ښې کړي.

له ایران سره د اټمي تړون په اړه د امریکا او اروپايي قدرتونو د نظر توپير او د سوداګرۍ جنګ د جرمني او امریکا د اړیکو خنډ جوړوونکي بلل شوي دي.

د جرمني ډیپلوماټانو خپله صدراعظمه هڅولې چې واشنګټن ته دا دوه ورځنی سفر به یې سختې اړیکې اسانه کړي.

د امریکا مخکینیو ادارو جرمني د اروپايي ټولنې حقیقي مشر باله، خو اوس وضعیت داسې نه‎دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د اټمي تړون ښکېلو قدرتونو ته د مې تر ۱۲مې وخت ورکړی چې له ایران سره اټمي تړون سم کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

ولسمشر ټرمپ چې دا تړون څو وار په خپلو خبرو کې شرموونکی بللی او ویلي یې دي چې که اصلاح نه‎شي ترې وبه وځي.

کله چې تېرمارچ انګلا مرکل له ټرمپ سره په سپينه ماڼۍ کې وکتل په دفاعي مصارفو، سوداګرۍ او کډوالۍ باندې یې د نظر زیات توپیرونه ښکاره کړل.

خو دا ځل مرکل ویلي چې له ټولو توپیرونو سره-سره هڅه کوي چې له امریکا سره خپله سټراټیژيکه ملګرتیا وپالي.

د ملګرتیا له پاللو هدف د ایران په اټمي تړون کې د پاتې کېدو لپاره د امریکا هڅول او هم له اروپا په وارداتو د ۲۵ فیصده تعرفو د لګولو ګواښ برطرفه کول دي.

ټرمپ تېره میاشت په اوسپنې او المونیم ۲۵ فیصده تعرفه وضعه کړه خو د متحدینو د اعتراض په سبب یې د مې تر لومړۍ لغوه کړه.

د تعرفو د لېرې کولو په اړه جزئیات نه‎شته، خو له ایران سره په اټمي تړون کې د امریکا د پاتې کولو هڅې یو څه کمرنګې بلل شوي.

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون امریکا ته د خپل درې ورځني رسمي سفر په پای کې وړمه ورځ په واشنګټن کې وویل چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کورنیو دلایلو او هم د هغې ژمنې لپاره چې د انتخاباتي کمپاین پرمهال ‌یې د ایران د اټمي تړون د لغوه کېدو په اړه کړې وه، داسې نه‌‎ښکاري چې دغه تړون ته دې درناوی وکړي.

که څه هم اروپا د ایران د اټمي تړون د اوسنۍ بڼې د اصلاح او تمدید هیله کوي، خو د ایران ولسمشر حسن روحاني د چهارشنبې په ورځ د اټمي تړون د بیا نوي کولو هیله رد کړه.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG