د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۲

د بلخ په چهاربولک کې سلګونه کورنۍ د نا امنیو له امله بیځایه شوي


د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د نا امنیو او پيل شویو تصیفوي عملیاتو له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوي دي.

له دوو اونیو راپدېخوا د محلي پولیسو پر پوستو د وسله والو طالبانو د حملو په ترڅ کې د چهاربولک ولسوالۍ ګن شمېر کورنیو خپلې سیمې پرېښې دي.

دولتي ځواکونو هم له دوه وروځو راپدېخوا په چهاربولک ولسوالۍ کې پوځي عملیات پيل کړي او د سیمې خلک شکایت لري چې امنیتي ځواکونه د خلکو د استوګنې کورونه او بېګناه خلک په نښه کوي.

د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې د رای ورکونې د کارټونو د ورکولو د لړۍ په پیلېدو سره سم دې ولسوالۍ کې نا امنۍ پيل او جګړې زور واخیست.

بلخ بېځایه شوي کورنۍ
بلخ بېځایه شوي کورنۍ

مزارشریف ته له چهاربولک ولسوالۍ څخه راغلي دوه تنه بېځایه شوي داسې وايي:

"زما نوم سدو خان دی، د چهاربولک له ولسوالۍ څخه یم: په چهاربولک ولسوالۍ کې د نا امنۍ له وجهې د ولایت مرکز ته راګډه شوي یو، په چهاربولک کې وضعیت د اندېښنې وړ دی، دولتي ځواکونه هم د خلکو پر کورونو ډزې کوي، هخوا بیا طالبان هم موږ په خپلو سیمو کې ژوند ته نه پرېږدي."

"زه نقیب الله یم، د بیست پيکال له کلي څخه یم: اوس مهال له چهاربولک څخه مزار ښار ته راغلي یو، جګړې خلک بې کوره کړل، ټول سرګردان ګرځي، اکثرو وګړو خپل کور او کلي پرېښود پرته له هېڅ شي مزار ته راغلل."

په بلخ کې د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضایي له آزادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د طالب وسله والو له ولکې د ولسوالۍ د تصفیې او اصلي سیمو ته د خلکو د بېرته ورتګ په موخه هڅې پيل شوي دي.

د شاهین قول اردو ویاند همدا راز وویل چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د پيل شویو عملیاتو په نتیجه کې تر دې دمه کابو لس کلي د طالبانو له وجوده پاک شوي او د دولت ضد وسله والو ته هم په دې عملیاتو کې درنه مرګ او ژوبله اوښتې ده.

ښاغلي حنیف رضايي په دې اړه وویل:

"د هغه عملیاتو په نتیجه کې چې چهاربولک ولسوالۍ کې پیل شوي دي، ډېر شمېر کلي د طالبانو له وجوده پاک شوي او وسله والو مخالفینو ته هم د عملیاتو په پایله کې دارنه تلفات اوښتي دي، دوی هم مړه او هم ټپيان لري."

د شاهین قول اردو ویاند زیاتوي چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د طالب وسله والو سره د امنیتي ځواکونو د جګړې په نتیجه کې د یادې ولسوالۍ د امنیه قوماندان ضابط خنجر هم وژل شوی دی.

په همدې حال کې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې ده چې په چهاربولک ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د قوماندان الماس خان په ګډون ۱۱ حکومتي ځواکونه وژلي او له پنځو زیات ټپيان دي.

راپور: مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG