د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

روسیه: د بریتانیې د بهرنیو چارو د وزیر څرګندونې د منلو نه دي


د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین ویندوی وايي، د بریتانیا د بهرنیو چار د وزیر بوریس جانسن له لوري د نازي جرمني د ۱۹۳۶له المپیک لوبو سره په روسیه کې د فوټبال د نړیوال جام سیالیو پرتله د نه منلو ده.

دیمتري پیسکوف
دیمتري پیسکوف

دیمیتري پیسکوف پرون پنجشنبه وویل چې «دا یو مخ ناوړه څرګندونې دي، که دا د هر هېواد د بهرنیو چارو وزیر کړي وي، بې له شکه ځوروونکې او د نه منلو دي.»

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر جانسن د چهارشنبې په ورځ د خپل هېواد د پارلمان له غړیو سره په دې خبره کې موافقه وکړه چې ویلي یې، پوتین به هڅه وکړي چې د فوټبال له دې تورنمنټ څخه د روسیې د تصویر د ښه کولو لپاره کار واخلي؛ هماغسې چې ادولف هیټلر د ۱۹۳۶ په المپیک کې کړي وو.

جانس د پارلمان د غړیو د څرګندونو په ځواب کې وویل:

بوریس جانسن
بوریس جانسن

"فکرکوم له ۱۹۳۶سره پرتله یقیناً سمه ده."

د بریتانیا په پارلمان کې دا خبرې هغه مهال وشوې چې د پارلمان غړیو د پخواني دوه اړخیز روسي جاسوس او د هغه د لور د مسموم کېدو په اړه بحث کاوه.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر هغه تورونه تکرار کړل چې د روسیې حکومت د انګلستان په سالیسبري ښار کې پر سرګي سکریپال او د هغه پر لور د زهرجنو موادو په حمله کې لاس درلود او د مسؤلیت له نظره د دې پېښې سلسله د روسیې د دولت تر ټولو جګپوړي چارواکي ته رسېږي.

ده دا خبرې لږ وروسته له دې وکړې چې روسیې یو وار بیا په دې قضیه کې لاس لرل رد کړل او ویې ویل چې بریتانیا یا د امریکا متحد ایالتونه کېدای شي پر سرګي سکریپال او د هغه پر لور په حمله کې دخیله وي.

سکريپال
سکريپال

هغوی دواړه لا هم په روغتون کې د بېهوشۍ په حال کې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر څرګندونې د نه منلو او زهرجنې بللې او ویلي یې دي چې نوموړی په زړه کې روسیې ته کرکه او غوسه لري.

XS
SM
MD
LG