د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۹

بریتانیې، روسیه د یوه بل پخواني روسي جاسوس په مسمومولو هم تورنه کړه


د بریتانیا په پارلمان کې د یوه روسي جاسوس او د هغې د لور د مسمومیت پر مسئلې بحث وشو.

دغې پېښې د لندن او مسکو اړیکې له نږدې دوو اوونیو راهیسې دومره خرابې کړې دي چې دواړو لورو د یوه بل ګڼ ډیپلوماتان له خپلې خاورې ایستلي دي.

څو شېبې وروسته تر دې چې روسیې یو ځل بیا په بریتانیا کې د دغه هېواد یوه پخواني جاسوس ته د زهرو د ورکولو په پېښه کې لاس لرل رد کړل، بریتانیې روسي چارواکي د دې پېښې مسؤل وبلل.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسن د پارلمان یوې کمېټې ته وویل چې د دې پېښې مسؤلیت د روسیې د حکومت او د هغه هېواد د جګپوړو چارواکو دی.

بورېس جانسن د چهارشنبې په ورځ په بریتانیا کې د یوه پخواني جاسوس د وژلو پېښې ته اشاره وکړه.

بورېس جانسن
بورېس جانسن

ښاغلي جانس وویل:

"څرنګه چې موږ د الکساندر لیتویننکو د قتل شاهدان وو، دغه ډول ترورونه او د ترهګرۍ د هڅو پای له کرملېن سره غوټه شوی."

لیتویننکو په ۲۰۰۶ میلادي کال کې مسموم شوی و.

دا تور یو ځل بیا په داسې وخت کې پورې شوی چې د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت یوه لوړ رتبه چارواکي وویل چې بریتانیا په خپل هېواد کې د روسانو په خوندي ساتلو کې پاتې راغلې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو په وزارت کې د وسلو د تکثیر او کنټرول د ادارې رئیس ولادیمیر یرمکوف پرون په مسکو کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو ډیپلوماتانو ته وویل:

"په دې وضعیت کې، ساده منطق دوه احتماله لري، یا خو بریتانیایي چارواکي په خپله خاوره کې د داسې ترورېستي بریدونو مخه نه‌شي نیولای، یا یې دا کار په مستقیم یا غیر مستقیم ډول په خپله کړی، زه هېڅ‌څوک پر روسي اتباعو باندې پر حملې نه‌تورنوم او له دې پرته درېیم احتمال نه‌لیدل کېږي."

روسیه ادعا کوي چې ټولې کیمیاوي زېرمې یې له‌منځه وړې دي.

یرمکوف امریکا ته اشاره وکړه او ویې‌ویل چې ښایي دا برید د سمندر له پورې غاړې تنظیم شوی وي.

نوموړي زیاته کړه چې دا له هېڅ‌چا پټه نه‌ده چې د بریتانیا نږدې ملاتړی، امریکا په نړۍ کې یوازنی هېواد دی چې د کیمیاوي وسلو سترې زېرمې یې خوندي کړې دي.

سرګي سکریپال د مارچ په څلورمه له خپلې لور یولیا سره د بریتانیا په سالزبري ښار کې بې‌هوښه پیدا شول.

سکريپال
سکريپال

بریتانیا وایي، پر دې کسانو د « نویچوک» په نوم د کیمیاوي موادو برید شوی او دا مواد پخواني شوروي اتحاد جوړول.

د دې پېښې په تړاو بریتانیا د سې شنبې په ورځ ۲۳ روسي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وایستل او روسیې هم همدومره شمېر بریتانوي ډیپلوماتان له خپلې خاورې وایستل، په سانپرزبورک ښار کې یې د بریتانیا د قونسلګرۍ د پرانیستلو تړون لغوه کړ او د «برېتش کونسل» د څانګو د بندېدو امر یې وکړ.

بریتانیا په نړۍ کې د «برېتش کونسل» ادارو له لارې غواړي چې دوه اړخیزې فرهنګي هڅې پراخې کړي.

XS
SM
MD
LG