د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۵

بریتانیا وايي، ټول باید د روسیې په وړاندې ودرېږي


بریتانیا وايي، ټول باید د روسیې په وړاندې ودرېږي.

بریتانیا روسیه تورنوي چې ۱۱ ورځې مخکې یې یو پخوانی روسی جاسوس او د هغه لور د بریتانیا په سالزبري ښار کې په زهري موادو بېسده کړي.

بریتانیا دا کار له کرکې ډک بولي او له نړیوالو غواړي چې پر ضد یې پاڅي.

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون نن له بي بي سي سره په دې اړه مرکه کړې ده.

بوریس جانسن
بوریس جانسن

هغه وویل:

"د هغه څه په وړاندې چې ترسره شوي یو نړیوال نفرت رامنځته شوی او دا ډېره مهمه ده، موږ به له خپلو ملګرو او متحدینو سره دا قضیه جوړو او موږ باید د هېوادونو د یوې ډلې په توګه د روسیې په وړاندې ودرېږو."

د بریتانیا صدراعظمې ترزا مې پرون د سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د بېسده کېدو په غبرګون د ۲۳ روسي ډیپلوماتانو د ایستلو پرېکړه اعلان کړه.

همدا دریځ امریکا، فرانسې، ناټو، جرمني او نورو ستایلی.

د امریکا متحده ایالات چې د بریتانیا یو لوی متحد دی تېره شپه ناوخته اعلان کړی چې "متحده ایالات له خپل تر ټولو نږدې متحد سره خواخوږي ښيي او د بریتانیا ارزونه چې روسیه‌یې د حملې مسؤله بللې پر ځای ګڼي."

له حملې هدف پر پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغه په لور یولیا باندې د بریتانیا په سالزبري سوېلي ښار کې د اعصابو بې‌سد کوونکو زهري موادو کارول دي.

سپینې ماڼۍ په دې باب په یوه اعلامیه کې ویلي چې له متحدینو سره په ګډه کار کوي څو یقیني کړي چې دا ډول غمجنې حملې بیا تکرار نه‌شي.

فرانسې هم له بریتانیا ملاتړ ښودلی دی او اعلان‌یې کړی چې په څو ساعتونو کې به په دې اړه د اقدام لپاره همغږي وکړي.

دا بیان د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان یویس لو دریان کړی دی.

روسیه د سرګي او یولیا د بېسده کولو په پېښه کې ښکېلتیا ردوي.

سکریپال
سکریپال

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي د بریتانیا اقدامات غیر مسؤلانه دي او روسیه به ژر غبرګون وښيي.

سرګي چې د روسیې د پوځي استخباراتو متقاعد ډګروال دی په ۲۰۰۶ کال کې په مسکو کې د یوې پوځي محکمې له‌خوا د ملي خیانت او د بریتانیا استخباراتي ادارې «ام. ای-6» ته د پټو معلوماتو په انتقال تورن او محکوم شو.

سرګي سکريپال یو له هغو څلورو کسانو و چې په ۲۰۱۰ کال کې په امریکا کې له لسو بندیانو سره تبادله شول.

سرګي سکریپال او لور یې یولیا وروسته د بریتانیا تابعیت ترلاسه کړ، خو ۱۱ ورځې مخکې په سالزبري کې بېسده وموندل شول.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG