د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۸

په روسیه کې د جمهوري ریاست انتخابات او د ولادیمیر پوتین د بیاځلي بریا امکان


نن یکشنبه په روسیه کې خلک د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې برخه اخلي.

د رأیو ورکولو مرکزونه په ځینو سیمو کې پرانیستل شوي او په ځینو سیمو کې به د کابل په وخت د غرمې په ۱۲ نیمې بجې پرانیستل شي.

وار له مخه داسې اټکل کېږي چې اوسنی ولسمشر ولادیمیر پوتین به د څلورمې دورې په مخه بریالی شي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

په دې انتخاباتو کې له پوتین سره اوو تنو نورو ځانونه کاندید کړي دي. خو کرملین ته د یوې نېږدې سرچینې د نظرپوښتنې په باور، ۶۹ په سلو کې خلک د پوتین ملاتړ کوي.

د ولادیمیر پوتین یوازنی سیال الکسي ناوالني و چې د مالي فساد په تور له انتخاباتو منع شوی دی.

ناوالني دا تورونه رد کړي او د ولسمشرۍ انتخابات یې له خپل لوري هم تحریم کړي، ده ویلي دي چې دا انتخابات دا معنا ورکوي چې بیا اعلان وکړي چې پوتین ولسمشر شو.

د مسکو پولیسو ویلي دي چې د انتخاباتو د امنیت لپاره یې په دغه ښار کې د ملي ګارد او نورو امنیتي څانګو ۱۷ زره سرتېري ګمارلي دي.

د راپورونو له مخې، د رأیو ورکولو مرکزونه به د سپیو له لورې وڅارل شي، ترڅو چا چېرته بم نه وي ایښی.

تمه ده چې د رأیو ورکولو مرکزونه د کابل په وخت د شپې تر ۱۰ نیمو بجو په کالینګراد چې د روسیې په لېرې لوېدیځه سیمه کې پرته ده، وتړل شي.

تر دې لږ وروسته به ابتدايي نتیجې اعلان شي.

د روسیې د انتخاباتو مرکزي کمېټې د ناوالني او د ګولوس غیر انتفاعي موسسې له لورې، د څارونکو له څارنې سره مخالفت کړی دی.

الکسي ناوالني
الکسي ناوالني

پوتین چې له ۱۹۹۹ کال راپه دېخوا په روسیه کې یا ولسمشر او یا صدراعظم پاتې شوی، د ولسمشرۍ د یوې بلې شپږ کلنې دورې تر پای پورې په ۲۰۲۴ کال کې ۷۱ کلن شي.

د روسیې د اوسني اساسي قانون له مخې، یو تن دوه دورې ولسمشر کېدای شي، خو درېیمې دورې ته بیا ځان نه شي کاندیدولی، خو ښایي پوتین د دوه زره اتم کال په څېر هڅه وکړي.

په ۲۰۰۸ کال کې پوتین دميتري مدودف پرېښود چې یوه دوره ولسمشر شي او خپله یې د صدراعظم په توګه واک خوندي کړ.

د روسیې دا انتخابات په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د مسکو او لندن اړیکې یوه جاسوس ته د زهرو د ورکولو پر سر خورا کړکېچنې شوې دي.

سرګي سکریپال چې ویل کېږي په یوه وخت یې هم روسیې ته او هم بریتانیا ته جاسوسي کوله، په بریتانیا کې مسموم شوی.

لندن تور پورې کوي چې دا کار د روسیې حکومت کړی دی.

بل لور ته واشنګتن تر دې انتخاباتو درې ورځې مخکې پر روسیې نوي بندیزونه ولګول.

XS
SM
MD
LG