د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۷

په بریتانیا کې پر یوه روسي پخواني مأمور د زهرجن ګاز د حملې په اړه غونډه کېږي


تمه ده چې د بریتانیا د ملي امنیت شورا د روسیې د استخباراتو پر یوه پخواني مأمور او د هغه پر لور د کیمیاوي ګاز د حملې په اړه د بحث لپاره نن غونډه وکړي.

په دې غونډه کې به چارواکي د دې پېښې په اړه د خپلو تحقیقاتو راپور صدراعظمې ترزا مې او نورو چارواکو ته ورکړي.

په پام کې ده د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې نن دوشنبه د کابینې د هغې غونډې مشري وکړي چې د روسیې د استخباراتو پر پخواني مأمور سیرګي سکریپال او د هغې پر لور ۳۳ کلنې یولیا د کیمیاوي ګازو په وسیله وژونکې حمله به‌یې د بحث موضوع وي.

چارواکي وايي چې د سکریپال او د هغه د لور روغتیايي حالت نازک، خو ثابت دی.

پر دوی دواړو د مارچ په څلورمه د عصبي سیستم د شنډوونکي ګاز په وسیله حمله وشوه.

د پولیسو یو مأمور چې له دې دواړو سره په تماس کې شوی و، هم سخت زیانمن شوی دی.

د دې پېښې په اړه د تحقیقاتو له پیله اته ورځې تېرېږي او تمه ده چې چارواکي به مېرمن مې ته د دې پېښې په اړه د تحقیقاتو وروستی حال ورکړي.

چارواکو د دې ګاز د دقیقو خصوصیاتو په اړه تر اوسه علني معلومات نه‌دي ورکړي، خو د بریتانیا د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر نن وویل، ښکاري چې د دې بوږنوونکې زهري حملې ملاتړ د دولتونو په کچه شوی وي.

ټام توګندهاټ «BBC» ته وویل چې مېرمن مې باید په دې اړه روښانه دریځ خپل کړي.

توګندهاټ زیاته کړه، که د بریتانیا صدراعظمه کرملېن ته ګوته ونه‌نیسي، نو دی به خورا زیات حیران شي.

کرملېن په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي او ویلي یې دي چې په بریتانوي رسنیو کې د روسیې پر ضد پارونې په زیاتېدو دي.

سکریپال د روسیې د پوځي استخباراتو متقاعد ډګروال و چې په ۲۰۰۶ میلادي کال کې د روسیې یوې پوځي محکمې بریتانیا ته د محرمو پوځي اطلاعاتو د ورکولو په تور، په خیانت محکوم او بندي کړ.

نوموړی په ۲۰۱۰ میلادي کال کې په متحده ایالاتو کې د نیول شویو څلورو روسي اجنټانو په بدل کې، له زندانه خوشې شو.

د انګلستان د صحي چارو مسؤل مشر د روانې اوونۍ په پیل کې وویل، د اعصابو د شنډوونکي هغه زهري ګاز نښې چې د سکریپال او د هغه د لور د مسمومولو لپاره کار ترې اخیستل شوی، په هغه رسټورانټ کې موندل شوي چې دوی دواړه له ناروغېدو مخکې هلته ورغلي وو او د بریتانیا د صحي چارو مسؤل مشر ویلي، شااوخوا ۵۰۰ کسان چې په یو ډول سره ښايي له دې زهري موادو سره په تماس کې شوي وي، د اضافي تدابیرو لپاره خپلې جامې باید ومینځي او د موبایل ټيليفونونو، دستکولونو او عینکو په څېر، خپل وسایل باید پاک کړي.

د بریتانیا د کورنیو چارو وزیرې امبر رُډ د شنبې په ورځ وویل، په دې اړه چې دا حمله به چا کړې وي، څه ویل اوس له وخته مخکې دي او د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون وویل، که په دې قضیه کې د روسیې لاس لرل ثابت شي، نو لندن پر دې هېواد لګول شوي بندیزونه ښايي زیات کړي.

XS
SM
MD
LG