د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

له بريتانيا د ٢٣ روسي ډيپلوماتانو پر اخراج د بېلابېلو سازمانونو عکس‌العملونه!


د بريتانيا صدراعظمې ترزا مې د خپل هېواد د ملي امنيت شورا تر غونډې وروسته پرون چهارشنبه پارلمان ته په وينا کې وويل، له بريتانيا به ٢٣ روسي ډيپلوماتان وايستل شي.

نوموړې زیاته کړه:

"دوى له بريتانيا د وتلو لپاره يوه اوونۍ وخت لري. دا حرکت به په تېرو ٣٠ کلونو کې تر ټولو لوى او واحد اخراج وي او دا حقيقت منعکسوي، دا اول وار نه‌دى چې د روسيې هېواد زموږ د هېواد پر خلاف اقدام کوي. د دې اخراج له لارې به موږ په بريتانيا کې د راتلونکو کلونو لپاره د روسيې استخباراتي ظرفيت کمزورى کړو."

د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې
د بریتانیا صدراعظمه ترزا مې

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت يوه وياند د خپل هېواد يوه ټلوېزيون ته وويل چې مسکو د دغو ايستل کېدونکو ډيپلوماتانو لېست ترلاسه کړى دى.

د بريتانيا صدراعظمې ترزا مې وويل، بريتانيا به له روسيې سره پلان شوي په لوړه سطحه هر ډول دوه اړخیز تماسونه وځنډوي، بريتانيا ته د سفر لپاره د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف ته بلنه بېرته اخلي او د بريتانيا وزير يا هم د شاهي کورنۍ کوم غړى به د دوبي پر مهال د روسيې د فوټبال د نړيوال جام سياليو ته ورنه‌شي.

هغې وويل، هېواد به‌يې له بشري حقونو د سرغړونو په ځواب کې د بنديزونو لګولو لپاره خپل قوت لا زيات کړي.

بريتانيا دا اقدام په داسې حال کې کوي چې مسکو له ټاکل شوي مهلت سره سم د يو ډول زهرجنو کيمياوي موادو د کارونې په اړه توضيحات ورنه‌کړل، ويل شوي چې دغه مواد د سړې جګړې پر مهال جوړ شوي وو.

بل‌خوا پرون ناوخته د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په يوه بېړنۍ غونډه کې د ملګرو ملتونو لپاره د امريکا سفيرې نیکي هیلي د بريتانيا د صدراعظمې ترزا مې د هغو ادعاوو ملاتړ وکړ چې روسيه‌يې په وروستۍ قضيه کې دخيله بللې ده.

د روسيې پخوانى جاسوس سرګي سکريپال او د هغه لور يوليا ۱۱ ورځې مخکې د بريتانيا د سالزبري «Salisbury» ښار په يوه تجارتي مرکز کې بېسد وموندل شول.

د بريتانيا سالزبري ښار
د بريتانيا سالزبري ښار

د بريتانيا چارواکي وايي، دوى د وژونکو کيمياوي موادو په ذريعه په نښه شوي چې د پخواني شوروي اتحاد د پوځيانو له‌خوا انکشاف ورکړل شوى و او د نوويچوک «Novichok» په نوم پېژندل کېږي.

خو د بريتانيا لپاره د روسيې سفير الکساندر ياکووينکو پرون چهارشنبه په لندن کې سکاى نيوز خبري شبکې ته په مرکه کې وويل:

"اول موږ غواړو د دغو موادو نمونې وګورو. له نمونو او د کيمياوي وسلو د مخنيوي سازمان له رسمي پروسې پرته دوهم پړاو ته نه‌ځو. فکر کوم، بريتانيا بايد له نړيوالو قوانينو سره سمه مخکې لاړه شي."

بل‌خوا د ناټو تړون د تصميم نيونې اصلي مرکز "د شمالي اتلانتيک شورا" په ١٩٤٩ میلادي کال کې د ناټو له تشکيل وروسته د دغه تړون په قلمرو کې د اعصابو د بې‌سدوونکو کيمياوي موادو پر تهاجمي کارونې ژوره اندېښنه ښوولې ده.

د اروپايي شورا رئيس ډونالد ټوسک
د اروپايي شورا رئيس ډونالد ټوسک

د اروپايي شورا رئيس ډونالد ټوسک وويل، د اروپايي ټولنې رهبران به پر دغې موضوع راتلونکې اوونۍ په خپله غونډه کې بحث وکړي.

ده وويل دغې پېښې د "ټرانس اتلانتيک" د يووالي اړتيا څرګنده کړه.

سرګي سکريپال چې د روسيې د پوځ متقاعد استخباراتي ډګروال و، په ٢٠٠٦ میلادي کال کې د مسکو يوې پوځي محکمې د بريتانيا له استخباراتي ادارې سره د پټو معلوماتو شريکولو په تور په خيانت محکوم کړ.

XS
SM
MD
LG