د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

ارګ: د سولې په اړه د ځینو شخصیتونو وړاندیزونه د هغوی شخصي نظر دی


د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د سولې په اړه د ګوندونو او سیاسي شخصیتونو طرحو او نظریاتو ته درناوی لري، خو د سولې په اړه د حکومت رسمي دریځ د کابل پروسې په ناسته کې واضح شو.

په افغانستان کې د سولې ټیګښت هغه ارمان چې تر اوسه یې د پوره کېدو لپاره هڅو د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

د همدې هڅو په دوام حزب اسلامي هم یوه طرحه حکومت ته سپارلې، خو افغان حکومت وايي، د سولې په اړه یې رسمي دریځ د کابل پروسې په ناسته کې واضح کړی دی.

د جمهوري ریاست د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي د سې شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې حکومت د ټولو سیاسي ګوندونو او شخصیتونو طرحو او نظریاتو ته احترام لري، خو رسمي دریځ یې وار له مخه د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې بیان کړی دی.

شاه حسین مرتضوِي
شاه حسین مرتضوِي

نوموړي زیاته کړه:

"د ملي یووالي د حکومت او د جمهور رئیس رسمي لید لوری له طالبانو سره د سولې په اړه په کابل کې کنفراس کې بیان شو او هغه موضوعات چې تاسو ورته اشاره وکړه دا د سیاسي شخصیتونو فردي نظریات دي، خو د حکومت دریځ د کابل کنفراس کې بیان شوی دی."

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ یوه ګڼه کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په حواله ویلي چې هغه له طالبانو سره د سولې د هڅو په ترڅ کې ولسمشر غني ته د یو شمېر وړاندیزونو ترڅنګ طالبانو ته په افغانستان کې د امن سیمو یا د سولې په نوم د ولایتونو وړاندیز کړی.

خو د ګلبدین حکمتیار د ګوند یوه ویاند ازادي راډیو ته وویل چې له طالبانو سره د سولې د خبرو د پیلېدو لپاره ښاغلي حکتمیار دغه وړاندیزونه د کابل د پروسې له غونډې مخکې کړي وو او هغه نوي نه دي.

د دغه ګوند ویاند حمید عزیزي وايي چې د حزب اسلامي په طرحه کې طالبانو ته د مشخصو ولایتونو د سپارولو خبره نه ده شوې.

افغان حکومت تازه د کابل پروسې په ناسته کې طالبانو ته له قید و شرط پرته د سولې د خبرو د پیل وړاندیز وکړ.

طالبانو تراوسه د افغان حکومت د سولې د وروستي وړاندیز او د حزب اسلامي د طرحې په اړه څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې یې له افغان حکومت سره له خبرو انکار کړی دی.

له دې ټولو سره ـ سره د حزب اسلامي ویاند حمید عزیزي وايي، که طالبان اساسي قانون ومني د هغو سیمو د واک سپارل چې هلته پکې حاکمیت لري کوم قانوني مشکل نه لري.

حمید عزیزي
حمید عزیزي

نوموړي زیات کړه:

"کله چې حکومت د حزب اسلامي، وحدت اسلامي، جنبش اسلامي ګوندونو او یا له نورو سیاسي ګوندونو والیان او یا د یو ځای لپاره حاکمان ټاکي کېدای شي چې طالبانو ته هم د داسې پروسې وړاندیز وکړو چې هغوی د افغانستان سیاسي چوکاټ ومني او پکې سهم واخلي چې په حقیقت کې دا د طالبانو سیاسي مشارکت دی."

که څه هم حمید عزیزی د حزب اسلامي د طرحې په اړه د زیاتو جزئیاتو له ورکولو ډډه وکړه، خو وايي، په عملي کېدو سره به یې روانې کشالې ته سوله ییزه حل لاره وموندل شي.

د کابل پوهنتون استاد او د سیاسي چارو افغان کارپوه نصرالله ستانکزی بیا وايي، له قانوني تعامل پرته سیاسي ډلو ته د یوې ځانګړې سیمې د واک سپارل له اساسي قانون سره اړخ نه لګوي او فکر نه کوي چې د حزب اسلامي طرحه دي عملي وي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG