د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۵

نیویارک ټایمز: يو پخوانی جګړه‌مار ستونزې جوړوي، خو خبرې د سولې کوي


طالبانو ته د ولسمشر د سولې وړانديز يو ځل بيا د نړيوالو رسنيو د پام وړ ګرځېدلی دی.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي، د امریکا پر ملاتړ سربېره، طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړانديز له خنډ سره مخامخ شوی دی.

د ورځپاڼې په وينا، سخت دريځو په خپلو مخکنیو غوښتنو کې هېڅ تغير نه‎دی ښودلی. هغوی له امريکا سره د مذاکراتو غوښتنه کړې وه، نه له افغان حکومت سره.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې افغانستان او پاکستان ته د مخکيني لوړپوړې ډيپلوماټې لوریل ميلر څرګندونې هم لیکلي دي.

مېرمن میلر ويلي، امریکا بايد روښانه کړي چې په څه اړه مذاکرات غواړي او بهرني ځواکونه به کله له افغانستانه وځي.

دغې پخوانۍ امریکايي ډیپلوماټې چې په «رانډ موسسه کې په بهرنۍ پالیسۍ کې د متخصصې په توګه کار کوي، واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ويلي، کافي نه‎ده چې وويل شي د سولې دروازه پرانېستې ده. بايد د سولې پروسه پیل شي او د دې کار امکان ته لاره پرانېستل شي.

  • شيکاګو ټريبیون

شيکاګو ټريبیون ورځپاڼې هم په دې اړه مقاله خپره کړې ده او لیکلي يې دي، په کابل کې د جنورۍ مياشتې خونړيو حملو ته په کتو، طالبانو ته د ولسمشر غني د سولې وړانديز يو ډېر مهم ګام دی.

ورځپاڼې په ويلسن مرکز کې د جنوب اسيا په برخه کې د لوړ پوړي مرستيال مايکل کوګلمن څرګندونې خپرې کړي دي.

کوګلمن ويلي، د ولسمشر غني وړانديز په نظر کې نيولو سره، تر اوسه د سخت دريځو په عمل کوم تغيیرنه لیدل کېږي.

د شيکاګو ټريبیون په لیکنه، د افغانستان ګاونډيان د دغه هېواد لپاره د امریکا پر ستراتيژۍ شک لري.

ورځپاڼې اشاره کړې چې ليدل کېږي پاکستان، ايران او روسيه په افغانستان کې د سخت دريځو ډلو سره په نيابتي جګړه کې ښکېل دي او د جګړې په دوام کې ښايي خپله ګټه ويني.

  • نيويارک ټايمز

نيويارک ټايمز ورځپاڼې لیکلي چې يو پخوانی جګړه مار تر اوسه ستونزې جوړوي، خو خبرې د سولې کوي.

ورځپاڼې له شوروي اتحاد سره له جګړې نيولې له القاعده شبکې سره تر اړيکو او د کابل د کورنۍ جګړې پورې د حزب‎اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار ژوند ته کتلي او د سولې په اړه یې د هغه رول ته کتلي دي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې په وينا، حکمتيار ټينګار کوي چې له وسله‎والو طالبانو سره د سولې په خبرو کې ګټور رول لوبولای شي.

ګلبدين حکمتيار له نيويارک ټايمز ورځپاڼې سره په خبرو کې همدا راز ويلي چې سوله يې غوښتنه او مسؤلیت دی.

د حکمتيار په وينا، ده د سولې د خبرو لپاره منځګړيتوب پيل کړی او په دوامداره توګه د طالبانو له مشر ملا هبت‎الله سره په تماس کې دی.

د حزب‎اسلامي مشر دا هم ويلي چې د طالبانو کسان کولای شي د سولې پروسې ته تر ننوتلو مخکې د ده د ګوند غړيتوب تر لاسه کړي.

نيويارک ټايمز همدا راز ليکلي چې افغان حکومت له حزب‎اسلامي سره توافق له لويو لاسته راوړنو څخه بولي.

خو ورځپاڼې د نظامي او ډیپلوماټ څېړونکو له قوله ليکلي چې وايي، له حزب‎اسلامي سره پر سياسي توافق‎لیک سربېره اوس مهال په افغانستان کې په تاوتريخوالي کې هېڅ کمی نه‎لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG