د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

د کابل پروسیې دوهمې ناستې په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د افغانستان د سولې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، حکومت د کابل پروسې په دوهمه غونډه کې له طالبانو سره د سولې یوه اړخیزه طرحه وړاندې کړه، ولسمشر غني ادعا کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم د ده د سولې پلان تائید کړی دی.

خو په سرمقاله کې راغلي له دغې خبرې یوه ورځ وروسته ولسمشر د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په غونډه کې بیا وویل چې سوله کوو خو د دې معنی د جګړې پای ته رسېدل نه دي.

سرمقاله لیکونکی دې ته پام سره لیکلي چې په دې توګه نو په هېواد کې د جګړې د پای ته رسېدو خوب نه شو لیدای او ټینګار کوي چې چارواکي دې نور په داشان خبرو سره د ولس له برخلیک سره لوبې نه کوي.

انیس:

خو انیس دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سر مقاله کې لیکلي چې د کابل پروسې دوهم پړاو ناستې دا وښودل چې افغان دولت سولې ته ژمن دی.

په سرمقاله کې د افغان چارواکو په حواله راغلي، طالبان د سولې له خبرو پرته بله لار نه لري او د سولې دا خبرې هم باید بین الافغاني وي.

ورځپاڼه لیکلي، امریکا هم د دغه هېواد د یو مهم ملاتړي په توګه د افغان چارواکو له دې پرېکړې سره سر خورولی دی.

دنیا:

دنیا خپلواکې ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له طالبانو غوښتي چې د افغان حکومت د سولې وړاندیز ومني او د امریکا پر ځای له افغان حکومت سره سوله وکړي.

دنیا خپله سرمقاله هم د افغانستان د سولې په موضوع لیکلي ده.

په سرمقاله کې راغلي، طالبانو ته د افغان حکومت د سولې وړاندیز د امریکا، بریتانیا، چین، پاکستان او یو شمېر نورو هېوادونو او سازمانونو له لوري هم ستایل شوی او ترې کلک ملاتړ شوی دی.

ورځپاڼه لیکلي، اوس نو طالبانو ته پکار ده چې ترهګرو سره اړیکې پرې کړي، له سخت دريځۍ لاس واخلي او له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي.

د سرمقاله لیکونکي په باور، همدا یوازنۍ لاره ده چې افغانستان د بهرنیو له لاسوهنې ژغوري او په دغه هېواد کې به د ژوند کولو لپاره یوه ارامه فضا رامنځته کړي.

XS
SM
MD
LG