د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

رسنۍ: پاکستان د غیر قانوني ګرځول شویو تنظیمونو پر ضد اقدامات پیل کړي


د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د هغو تنظیمونو پر ضد اقدامات پیل کړي کوم چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا غیر قانوني ګرځول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان ولسمشر ممنون حسین تېره اوونۍ د ترهګرۍ په اړه د خپل قانون په یوه ماده کې تر بدلون وروسته اعلان وکړ چې:

"ټولې هغه ډلې به چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا یې ترهګرې بولي، سمدستي د دوی د بندیزونو په لېست کې راشي."

د پاکستان ولسمشر ممنون حسین
د پاکستان ولسمشر ممنون حسین

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د ترهګرۍ په اړه په قانون کې تر بدلون وروسته د پاکستان حکومت په پنجاب او اسلام‌اباد کې د حافظ سعید د جماعت‌الدعوه تنظیم یوې څانګې «فلاح انسانیت مؤسسې» فعالیتونه درولي او د دغه تنظیم اړوند امبولانسونه، مدرسې او کلینیکونه په حکومتي کنټرول کې اخیستي دي.

دغه رسنۍ د اسلام‌اباد د کمېشنر په حواله ویلي چې حکومت په اسلام‌اباد کې د جماعت‌الدعوه په ګډون د ۷۱ غیر قانونه ګرځول شویو ډلو د فعالیتونو ځارنه پیل کړې او دغو تنظیمونو ته‌یې د چندې پر ټولولو، پر سړکونو د بنرونو په راځړولو او د دغو ټولو پر پروګرامونو یې بندیز لګولی دی.

«فلاح انسانیت مؤسسه» د حافظ سعید په مشرۍ د جماعت‌الدعوه یوه څانګه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۲۰۱۲ میلادي کال کې غیر قانوني ګرځولې وه او بندیز یې پرې لګولی و.

حافظ سعید
حافظ سعید

په پاکستان کې په داسې وخت کې د غیر قانونه ګرځول شویو ډلو پر ضد د اقداماتو راپورونه خپاره شوي چې روېټرز خبري اژانس تېره ورځ وویل:

"امریکا د پیسو سپینولو د څار د یوې ډلې په هغه نوملړ کې د پاکستان د ورګډولو هڅې پیل کړي چې د نړیوالې ترهګرۍ د مالي ملاتړ په تړاو څارنه کوي."

دغه اژانس د پاکستاني چارواکو په حواله ویلي و چې پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې په دې هڅه کې دی چې ځان په هغه فهرست کې د شاملېدو نه خوندي وساتي ځکه چې دغه کار یې د هېواد اقتصاد زیانمنولی شي.

ټاکل شوې ده چې د دغې ادارې د غړو هېوادونو غونډه په راروانه اوونۍ کې په پاریس کې وشي.

د یادونې وړ ده چې که څه هم پاکستاني رسنۍ په دغه هېواد کې د جماعت‌الدعوه د فلاح انسانیت پر ضد د حکومتي اقداماتو ادعا کړې، خو تر دې دمه‌یې لا دا نه‌دي ویلي چې آیا د نورو تنظیمونو پر ضد هم اقدامات شوي که نه؟

XS
SM
MD
LG