د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۳۱ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۷

ټرمپ د قزاقستان له ولسمشر سره د افغانستان په اړه غږېږي


د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ به د قزاقستان له ولسمشر نور سلطان نظربايف سره سبا سې شنبه د افغانستان پر وضعيت، د سيمې پر امن، اقتصادي مسايلو او دوه اړخیزو اړيکو خبرې وکړي.

سپينه ماڼۍ وايي، دواړه مشران به د افغانستان په ګډون پر ګڼو نړيوالو چلېنجونو چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لپاره چې دوره‌یي مشرتوب‌یې په اوس وخت کې قزاقستان په غاړه لري، خبرې وکړي.

د قزاقستان د دولتي خبري اژانس قازینفورم د راپور له مخې، ټرمپ او نظربایف به د سوداګرۍ د مسایلو تر څنګ له روسیې سره د اړیکو او د سوریې د جګړې په اړه هم خبرې وکړې.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

د قزاقستان د ستراتېژیکو مطالعاتو د انسټټيوت چې د قزاقستان ولسمشر ته سلا او مشورې ورکوي، مرستیال سانات کوشکومبایف وایي، متحده ایالات د قزاقستان د سوداګرۍ او په دې هېواد کې د پانګونې لوی شریک دی.

هغه وایي، پر دې سربېره له سیاسي پلوه هم موږ د سیمه‌ییز او نړیوال امنیت لپاره د ستونزو د هواري او پراختیا په برخو کې همکاري کوو.

د هغه په وینا، په دې غونډه کې به هم د افغانستان پر وضعیت او د سوریې پر جګړې او له روسیې سره پر اړیکو تمرکز وشي.

تمه کېږي چې افغانستان به د قزاقستان له‎‌خوا د امنيت شورا د مشرۍ پر مهال د اجنډا په سر کې وي.

په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان سفير خیریت عمروف چې د نوي کال په لومړۍ ورځ‌یې د دې شورا مياشتنۍ مشري په غاړه اخیستې، د تېرې پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې د امنيت شورا غړي افغانستان ته پر سفر غور کوي چې د دې جګړه ځپلي هېواد پرمختګونه او اړتياوې ښه درک کړي.

خیریت عمروف
خیریت عمروف

هغه زیاته کړه، موږ فکر کوو چې د امنیت شورا د غړو لپاره مهمه ده چې له افغانستان څخه کتنه وکړي او له نږدې د دې هېواد د روان وضعیت په اړه معلومات ترلاسه کړي.

که څه هم هغه افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د غړو د سفر نېټه یاده نه‌کړه، خو دغه هیئت د شنبې په ورځ کابل ته ولاړ او له افغان مشرانو سره‌یې د دې هېواد د وضعیت په اړه خبرې وکړې.

دا په اوو کلونو کې لومړی ځل دی چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ټول غړي افغانستان ته ځي.

د قزاقستان ولسمشر تېره اوونۍ په استانه کې د امریکا له سفیر جیورج کرول سره له کتنې وروسته وویل چې دی غواړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړیکې چې له ۲۶ کلونو راهیسې اعاده شوي، لا پیاوړې شي.

نظربایف وویل، دی هیله‌مند دی چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه، د اټمي وسلو د نه‌پراختیا او د سوداګرۍ او پانګونې د ودې او پراختیا په برخو کې همکاري زیاته کړي.

شااوخوا ۵۰۰ شرکتونه له امریکا سره په شراکت په قزاقستان کې فعالیت کوي.

XS
SM
MD
LG