افغانستان
د "م. م" د امنيت شورا يو پلاوی کابل کې افغان چارواکو سره غږېدلی

د ملګرو ملتونو د امنيت شورا يوه هيئت پرون یکشنبه په کابل کې له افغانستان سره د همکاريو پر دوام او پر پاکستان د فشار پر زياتولو خبرې وکړې.
جمهوري رياست وايي، دغه هيئت چې په ملګرو ملتونو کې يې د قزاقستان سفير خيرات عمروف مشري کوله، پرون له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره د ترورېزم او مخدره موادو په وړاندې پر مبارزه، د سولې د پروسې پر چټکتيا، د انتخاباتو پر چمتووالي او نورو مسايلو خبرې وکړې.
جمهوري رياست په يوه اعلاميه کې ويلي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د افغانستان د سولې او ثبات لپاره پر پاکستان د فشار پر زياتولو خبرې وشوې او د سولې د مذاکرو لپاره پر ګډو اقداماتو هم بحث وشو.
په ملګرو ملتونو کې د امريکا سفيرې نيکي هيلي ويلي، د افغانستان امن او ثبات د ټولې سيمې د امن لپاره مهم دى او دغه هيئت هم له افغانستانه د ملاتړ په هدف کابل ته سفر کړى دى.
ويل شوي چې د امنيت شورا په دغه پلاوي کې د ١٥ هېوادونو استازو برخه درلوده.
دا له ٢٠١٠ میلادي کال راوروسته اول وار دى چې د امنيت شورا يو لوړ رتبه هيئت افغانستان ته سفر کوي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
د کریکټ نړیوالې شورا د لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خفګان ښودلی

د کریکټ نړیوالې شورا ( آی.سي.سي) د نړیوال لوبڅار بسم الله جان شینواري پر مړینه خواشیني څرګنده کړې.
۴۱ کلن شینواری پرون دوشنبه د ورپیښې ناروغۍ له کبله مړ شوی او د افغانستان کریکټ بورد یې سه شنبه مړینه تایید کړې ده.
د هغه د ناروغۍ د څرنګوالي په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
شینواری د کریکټ نړیوالې شورا د نړیوالو لوبڅارانو له ډلې و چې ۲۵ یو ورځنیو او ۲۱ شل اوره لوبو کې یې د امپایر دنده ترسره کړې.
هغه د لومړي ځل لپاره ۲۰۱۷ کال کې د نړیوالې لوبڅارنې ډګر ته راغی او هغه مهال یې شارجه کې د ایرلنډ او افغانستان د یو ورځنۍ لوبې امپایري وکړه.
سره میاشت: د کال تر اخره به یو ملیون نور افغان کډوال هم له ایرانه و ایستل شي

د سرې میاشتې ټولنه وایي، دوی له ایرانه افغانستانه ته د یو میلیون نورو افغان کډوالو ستنولو ته تیاری نیسي.
د سرې میاشتې او سره صلیب په فدراسیون کې د افغانستان د پلاوي مشر سمیع فخوري ویلي، دغه څه باندې یو میلیون نور کډوال به د همدې کال تر پای پورې و ایستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د شمیرو له مخې، د روان کال له پيله یو اعشاریه دوه میلیونه افغانان له ایرانه افغانستان ته ستانه شوي چې اکثره هغه شړل شوي دي.
رویټرز لیکلي، نور یو میلیون کسان داسې مهال اخراجیږي چې افغانستان ته د کډوالو د بیرته ستنېدنې څپې دغلته د مرستې رسونې سیستم تر فشار لاندې راوستلی.
د سرې میاشتې او سره صلیب مسولانو ویلي، راستنول شویو کې اکثره داسې کسان دي چې سملاسي نیول شوي او بسونو ته اچول شوي دي.
محسن نقوي: پاکستان کې د افغان کډوالو د اقامې د تمدید ګټې او زیانونه ارزوو

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي وایي، حکومت د ( پي.او.ار) کارت لرونکو د اقامې د تمدید ګټې او زیانونه ارزوي.
نقوي نن سه شنبه دغه خبره مشال راډيو ته داسې مهال وکړه چې له وړاندې پاکستاني چارواکو پولیسو ته لارښونه کړې چې دغه ډله افغانان دې د کابینې تر پریکړې پورې نه تنګوي.
د ( پي.او.ار) کارت لرونکو د اقامې موده د جون په وروستۍ نیټه پای ته رسیدلې، خو پاکستاني چارواکي هڅه کوي چې دغه کارتونه تمدید کړي.
په پاکستان کې ۱ اعشاریه ۴ میلیونه افغانان د ( پي.او.ار) کارتونه لري چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ ورکړي دي.
پاکستان بیا له وړاندې د ( اې.سي.سي) کارت لرونکو د اخراج لړۍ پيل کړې او سلګونه زره کډوال یې اخراج کړي دي.
د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو پریکړه لیک، اسراییل او امریکا مخالفې رایې ورکړي

د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې د افغانستان په اړه یوه تصویب شوي پریکړه لیک کې پر طالبانو غږ کړی چې خپلې ځپونکې تګلارې، په ځانګړې توګه د ښځو سیستماتیکه ځپنه پای ته ورسوي.
دغه پریکړه لیک پرون دوشنبه ۱۱۶ قاطع اکثریت رایو باندې تصویب شو، خو یوازې امریکا او اسراییل پریکړه لیک ته مخالفې رایې ورکړې.
د روسیې او چین په ګډون ۱۲ نورو هېوادونو پریکړه لیک ته ممتنع رایې ورکړې دي.
که څه هم د عمومي اسامبلې، چې ۱۹۳ غړي لري، دغه پریکړه لیک الزامي نه دی، خو یو نمایشي وزن لري او نړیوال احساسات منعکسوي.
واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته پر طالبانو ورته ډیر نړیوال غږونه شوي، خو هغوی د خپلو تګلارو او قوانینو ننګه کړې.
ملګرو ملتونو پر جرمني د افغانانو د ایستلو په خاطر نیوکه وکړه

ملګروملتو دا انتقاد وروسته له هغه وکړ چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبریندت، اعلان وکړ چې پلان لري له طالبانو سره مستقیمې خبرې وکړي، څو د افغانانو شړل ممکن شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د لویې کمیشنرۍ استازې راوینا شمداساني، د ملګرو ملتونو په یوه خبري ناسته کې وویل:
«افغانستان ته د خلکو بېرته ستنول مناسب نه دي. زموږ دفتر لا هم د بشري حقونو د دوامدارو سرغړونو اسناد راټولوي، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونه، چې اغېزمنې شوې، غلې کړل شوې، له کار، تعلیم، او د تګ راتګ له آزادۍ محرومې شوې دي.»
په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د لویې کمیشنرۍ استازي عرافات جمال، له هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانان په زور له خپلو خاورو ونه باسي.
م.م: سږ تر تر یو میلیون او ۴۰۰۰۰۰ زیات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ ویلي چې سږ کال تر دې دمه تر یو میلیون او څلور سوه زره زیات کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي، چې ډېری یې په زور شړل شوي دي.
دې ادارې خبرداری ورکړی چې له دې امله د بشري ناورین کچه نوره هم ژوره شوې، ځکه منابع ورځ تر بلې کميږي.
د ملګروملتو د لویې کمیشنرۍ په وینا، بېرته ستنو شویو کډوالو، چې لویه برخه یې له ایران او پاکستانه خپل هیواد ته ګرځېدلي، د افغانستان پر زیانمن شویو زېربناوو له حده زیات فشار راوړی دی او بشري اړتیاوې یې ډېرې کړې دي، په داسې حال کې چې نړیواله مرسته هم کمه شوې ده.
ملګرو ملتونو ویلي: «د راستنېدونکو کسانو دې پراخ شمېر یو بشري بېړنی حالت رامنځته کړی.
دغه اداره وایي، ډېرو هغو کسانو، چې افغانستان ته ستانه شوي، د چاپو، نیونو او په سختو شرایطو کې د ایستلو له امله روحي صدمه لیدلې ده. ځینې یې شکایت کوي چې تر ایستل کېدو مخکې له خپلو کورنیو بېل شوي او شتمنۍ ترې اخیستل شوې دي.
یوناما د دوحې بهیر د غونډې جزیات نن خپاره کړي، طالبانو سره د افغانستان پر نړیوالو ژمنو هم په کې خبرې شوي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) د دوحې بهیر د کاري ډلو د تیرې اونۍ غونډې جزیات نن دوشنبه( د چنګاښ ۱۶) رسنیز کړي دي.
دغه دوه ورځنۍ غونډه کې چې د جون په دیرشمه او د جولای په لومړۍ نیټه ترسره شوه د افغانستان د خصوصي سکتور په ملاتړ او له نشه یي توکو سره د مبارزې پر لارو چارو متمرکزه وه.
د یوناما مشرې روزا اتونبایوا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، غونډه کې یې له طالب استازو سره د افغانستان په نړیوالو ژمنو او د ښځو او نجونو د رول په پیاوړتیا خبرې کړې دي.
د دوحې بهیر د کاري ډلو په یاده غونډه کې د ۲۶ هېوادونو استازو ګډون کړی و او د طالبانو ۷ کسیز پلاوی هم ورغلی و.
یوناما د غونډې جزیات نن داسې مهال خپاره کړي چې ماښام مهال د ملګرو ملتونو عمومي اسامبله کې د افغانستان پر وضعیت بحث کیږي.
له تیرې یوې میاشتې راهیسې نژدې څلورنیم لکه افغانان له ایرانه هېواد ته ستانه شوي

د کډوالۍ نړیوال سازمان ( ای.او.ایم) وایي، په تیره څه باندې یوه میاشت کې نژدې ۴۵۰ زره افغانان له ایرانه هېواد ته ستانه شوي دي.
دغه سازمان نن دوشنبه( د چنګاښ ۱۶) ویلي چې دغه شمیر کډوال د جون له لومړۍ د جولای تر پنځمې نیټې پورې راغلي دي.
دغه ستنیدنه وروسته له هغه ترسره شوې چې ایران په دغه هېواد کې بې اسناده کډوالو ته خبرداری ورکړ چې د جولای تر شپږمې ( د چنګاښ ۱۵) پورې له هغه هېواده ووځي.
د کډوالۍ نړیوال سازمان ویاند فرانس پریس ته ویلي، د کال له پيله د ټولو راستنو شویو کسانو شمیر څه باندې ۹۰۶ زرو ته رسیږي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ د کډوالو په دې شمیر کې را ستنېدنه یو ناورین بللی دی.
طالبان وايي، د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اجازه نه ورکوي

د طالبانو حکومت خبرداری ورکړی چې په هېواد کې د سیاسي ګوندونو فعالیت غیرقانوني دی.
د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت ویاند حافظ برکت الله رسولي په یوه غږیز پیغام کې چې د طالبانو تر ادارې لاندې ملي راډیو ټلویزیون پرون پر خپله ایکس پاڼه خپور کړی، ویلي دي چې که څوک د ګوند په نوم فعالیت وکړي نو قانوني چلند به ورسره وشي: غږ رسولي
(د عدلیې وزارت په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو په نوم هرراز فعالیت غیرقانوني بولي او خبرداری ورکوي چې په دې نوم هرراز سیاسي فعالیت به تر قانوني او شرعي تعقیب لاندې وي. د عدلیې وزارت په تېرو څو کلونو کې د ځینو سیاسي ګوندونو دفترونه چې فعالیت یې کاوه موندلي او د هغوی د فعالیت مخه یې نیولې ده او دا بهیر به دوام وکړي.)
د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د نړیوالو ځواکونو له وتلو سره سم پر افغانستان واکمن شو او په تېرو نژدې څلورو کلونو کې یې د خپلو ټولو مخالفینو پر فعالیت بندیز لګولی دی. ملګروملتونو او نړیوالې ټولنې په وار وار د طالبانو له حکومته غوښتي دي چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي خو طالبانو دا غوښتنې له پامه غورځولې دي.
د ملګروملتونو عمومي اسمبله د افغانستان د وضعیت په اړه بحث کوي

ټاکل شوې چې د ملګروملتونو عمومي اسمبله نن د افغانستان د روان وضعیت په اړه په خپله غونډه کې بحث وکړي.
دا غونډه د کابل په وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو د ملګروملتونو په مقر کې پیلېږي او سرلیک یې دی، د افغانستان وضعیت او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره د هغه ننګونې. د م. م عمومي اسمبله به د دې درې ساعته بحثونو په پای کې یو پرېکړه لیک هم تصویب کړي.
تمه ده په پرېکړه لیک کې به په افغانستان کې د بشري حقونو او په تېره د نجونو او ښځو د ارمانونو لپاره د نړیوالې ټولنې پر ژمنو ټینګار وشي.
بشري حقونه، په تېره د نجونو تعلیم او کار هغه مسایل دي چې په تېرو نژدې څلورو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته په پرله پسې ډول د نړیوالي ټولنې له خوا پرې ټینګار شوی.