د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۰ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

مشرانو جرګه: د ګېلاني څرګندونې د پاکستان په ګټه دي او له ملته دې بخښنه وغواړي


په افغانستان کې د طالبانو د مشرانو د موجودیت په تړاو، د ملي محاذ ګوند د رئیس پیر سید حامد ګېلاني د وروستیو څرګندونو پر وړاندې د راپورته شویو انتقادونو په لړ کې مشرانو جرګه وايي، ښاغلی ګېلاني دې د افغانستان له خلکو بخښنه وغواړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» د جرګې په عمومي غونډه کې د سید حامد ګېلاني د څرګندونو په اړه د سناتورانو له انتقادونو وروسته وویل، د ګېلاني څرګندونې د پاکستان په ګټه دي.

دی وايي:

"د سید حامد ګېلاني بحث او خبرې د ده او د هېواد په ګټه نه‎دي. ده د بهرنیانو او په تېره د پاکستان په ګټه خبرې کړې دي. زموږ جدي غوښتنه دا ده چې ګېلاني دې له ملته بخښنه وغواړي."

د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل الهادي مسلمیار

مسلمیار وویل، د طالبانو او داعش مرکزونه په اسلام‎اباد، کراچۍ، پېښور او کوټه کې دي، ان دا چې په دې نامه شوراګانې لري، فتواګانې ورکوي او له پولې اخوا تجهیز او تمویلېږي.

د پیر سید حامد ګېلاني وروستۍ څرګندونې د پاکستان په ګټه دي.

همدا شان ځینو سناتورانو هم د پیر سید حامد ګېلاني خبرې د پاکستان په ګټه وبللې او ټینګار یې وکړ چې ګېلاني په غیر مستقیم ډول، د پاکستان د پالېسیو ملاتړ کړی دی.

د ملي محاذ ګوند مشر پیر سید حامد ګېلاني د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۶» وویل، د طالبانو ډېری مشران په افغانستان کې دي او له دوی سره اوس له بل هر وخت نه زیاته، د خبرو زمینه برابره شوې ده.

د سید حامد ګېلاني د دغو څرګندونو پر وړاندې د حکومت ځینو مشرانو او ولسي جرګې سخت غبرګون ښودلی، دغه خبرې یې د ملي ګټو خلاف او د پاکستان د استخباراتي ادارو د خوښۍ لپاره بللې دي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د سید حامد ګېلاني د خبرو پر وړاندې غبرګون ښودلی او د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۸» یې د وزیرانو شورا له ناستې وړاندې وویل، نړۍ اوس په دې حقیقت پوهېدلې چې د طالبانو او د دوی د مشرانو مرکزونه چېرې دي؟

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست دغه څرګندونې له واقعیته لیرې ګڼلي او د یوې اعلاميې په خپرولو سره‌يې ویلي چې اوس هم د طالبانو او ځینو نورو ترورېستي ډلو مشران، د ډیورند له کرښې اخوا اوسېږي.

بل‎خوا پیر سید حامد ګېلاني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۹» په کابل کې د خبریالانو د پوښتنو په ځواب کې وویل، خبرې یې ناسمې تعبیر شوي حال دا چې د ده هدف په افغانستان کې د سولې ټینګښت دی.

پیر سید حامد ګېلاني
پیر سید حامد ګېلاني

دی وايي:

"ناسم تعبیرونه شوي، پر موضوع درې ورځې تېرېږي، په اړه‌یې کافي توضیحات ورکړل شول. ما وویل چې دا کار مې د خدای او د هېواد د ۳۰ میلیونه مظلوم نفوس په خاطر کړی. زه په هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره کار کوم."

پخوا تر دې د ملي محاذ ګوند د خپرونو مسؤل محمد حسن حقیار ازادي رادیو ته ویلي چې سید حامد ګېلاني کوم هېواد ته برائت نه‎دی ورکړی.

خو د مشرانو جرګې رئیس وايي، که سید حامد ګېلاني د خپلو څرګندونو په خاطر له ملته بخښنه ونه‌غواړي، راتلونکی مسؤلیت به‌یې تر خپلې غاړې وي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG