د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

پر پاکستان د امریکا د فشارونو په لړ کې، کابل د اسلام‌اباد د چلند د بدلون په تمه دی


د افغانستان جمهوري ریاست تمه لري چې د دغه هېواد نړیوال متحدین د جګړې اصلي سرچینو او په سیمه کې د ترهګرو ملاتړو ته جدي پام وکړي.

په داسې حال کې چې د هرې ورځې په تېرېدو سره پر پاکستان د امریکا فشارونه زیاتېږي، افغان حکومت هم تمه لري چې د افغانستان په وړاندې د پاکستان په چلند کې بدلون راشي.

د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه‌حسین مرتضوي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۱۴» ازادي راډیو ته وویل چې نړۍ د جګړې اصلي سرچینې پېژندلي او تمه ده چې د ملي وحدت حکومت نړیوال متحدین دې برخې ته جدي پام واړوي.

ښاغلي مرتضوي وویل، حکومت له نږدې له دوی سره، په ځانګړي ډول امریکا سره، د سیمې د سولې او امنیت لپاره کار کوي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ تمه لرو چې نړۍ په سیمه کې د جګړې لاملونه او د ترهګرۍ سرچینې درک کړي او موږ د خپلو شریکانو همکاري غواړو او هغه څه چې موږ او پاکستان پورې اړه لري، موږ هیله لرو چې د پاکستان چلند د افغانستان او سیمې په اړه بدل شي."

ټاکل شوې چې واشنګټن تر ۲۴ ساعتونو پورې د پاکستان په وړاندې ځانګړي اقدامات وکړي.

په افغانستان، عراق او ملګرو ملتونو کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ازادي راډیو ته ویلي، په واشنګټن کې بجثونه روان دي چې د پاکستان د پوځ او اسخبارتي سازمان «ای اېس ای» هغه کسان چې د افغانستان پر ضد کار کوي په تور لېست کې به شامل شي.

ښاغلی خلیلزاد وايي، د پاکستان له دننه څخه به هم پر اسلام‌اباد فشار راوړل شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر نیکي هیلي هم د شنبې په ورځ وویل، تر کومه چې د پاکستان حکومت د هغو ترهګرو پټنځایونه چې امریکايي پوځیان‌یې په وړاندې په افغانستان کې جنګېږي په خپله خاوره کې له‌منځه یونسي، د امریکا ۲۵۵ میلیون ډالري مرسته به ترلاسه نه‌کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په نوي کال کې د خپلې تويټر پاڼې له لارې په خپل پیغام کې پاکستان ترهګرو ته په پناه ورکولو تورن او نوموړی هېواد یې درواغجن او دوکه‌باز وګاڼه.

ښاغلي ټرمپ په دغه پیغام کې لیکلي، امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته د ترهګرو د ځپلو په هدف ۳۳ میلیارده ډالره ورکړي، خو پاکستان یوازې دوی ته دروغ ویلي، چل او دوکه‌یې ورکړې ده.

د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام غندلی دی.

په ورته وخت کې د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمېسیون یو شمېر غړي له امریکا غواړي چې د پاکستان پر وړاندې پوځي او اقتصادي عملي اقدامات وکړي.

ارین یون
ارین یون

د دغه کمېسیون غړې ارین یون وايي:

"د افغانستان حکومت او خلک غواړي چې د پاکستان په وړاندې د امریکا اقدامات عملي بڼه پیدا کړي او پر دغه هېواد اقتصادي فشارونه زیات شي څو په دې توګه د افغانستان او سیمې په وړاندې له دوه مخي سیاست نه لاس واخلي."

اغلې یون ټینګار کوي چې پاکستان په تېرو ۱۶کلونو کې تل له ترهګرو ملاتړ کړی او د نوموړي هېواد په وړاندې د امریکا اقدامات کولای شي چې په افغانستان او سیمه کې د سولې او ثبات سره مرسته وکړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG