د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۹

د سوریې په جګړه کې د ۲زره افغانانو د وژل کېدو په اړه د افغان حکومت غبرګون


د افغانستان جمهوري ریاست د سوریې په جګړه کې د افغانانو د وژلو په غبرګون کې وايي چې نور باید د افغانانو وینې د پردیو د ګټو لپاره توېې نه شي.

د سوریې په جګړه کې د دوه زره افغانانو وژل کېدل او د اته زرو نورو د ټپي کېدو موضوع د افغان حکومت له غبرګون سره مخ شوې ده.

د ولسمشر د ویندوی د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي وايي چې افغانستان په کور دننه او بهر د نیابتي جګړې مخالف دی.

نوموړي د یکشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۱۷» رسنیو ته په استول شوي ویډیو کلیپ کې ویلي چې نور باید د افغانانو وینې د پردیو ګټو لپاره تویې نه شي:

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

"موږ تل په افغانستان او له افغانستان څخه دباندې د نیابتي جګړې په اړه په واضح توګه خپل مخالفت اعلان کړی دی او باید نور ددغه وطن د بچیو وینه د پردیو د ګټو لپاره تویه شي."

په ایران کې فاطمیون لښکر ایراني رسنیو ته ویلي چې تر دې دمه دوه زره افغانان د سوریې په جګړه کې وژل شوي او اته زره نور ټپیان شوي دي.

د دغه لښکر د فرهنګي برخې مسؤل زهیر مجاهد ویلي چې دغه افغانان د ایران له لارې د سوریې جنګ ته تللي وه.

خو د ایران حکومت بیا په رسمي توګه د سوریې جګړې ته د افغانانو د استولو رپوټونه رد کړي دي.

که څه هم تر دې وړاندې د سوریې د جګړې په میدانونو کې د افغانانو د حضور په باب انځورونه خپاره شوي دي خو افغان حکومت ویلي چې په دې اړه رسمي اسناد نه لري.

له دې وړاندې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په تهران کې یوې غونډې ته د خبرو پرمهال له فاطمیون لښکر څخه چې افغانان یې هم په چوکاټ کې د سوریې جګړې ته استول شوي وه مننه وکړه.

خو هغه مهال د ښاغلي محقق دې څرګندونو ګڼ غبرګونونه راوپارول او د افغان حکومت اجرائیه رئیس د هغه څرګندونې د افغان حکومت له سیاست سره په تضاد کې بللې وې او ویلي و چې افغان حکومت د نړۍ په هیڅ ځای کې په جګړو کې د افغانانو له ګډون څخه ملاتړ نه کوي.

اوس د ولسي جرګې یو شمیر غړي وايي چې ایران باید د خپلو اعمالو په اړه ځواب ویونکی وي او افغان حکومت باید د چپ پاتې کېدو پرځای دغه مسئله د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې مطرح کړي.

د ولسي جرګې غړی نواب منګل وویل:

"ایران په واضح توګه له افغان کډوالو نا سمه استفاده کړې ده او افغانان یې د سوریې جګړې ته استولي دي، هغه کسان چې هلته وژل شوي، ټپیان شوي او یا هم ورک شوي باید د حقوقو پوښتنه یې وشي."

د ښاغلي منګل په خبره ایران د سوریې جګړې ته د افغانانو په استولو نړیوالو قواین نقض کړي دي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG