د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۵

مشرانو جرګه: محقق باید له ولس نه بخښنه وغواړي او حکومت دې سزا ورکړي


د افغاستان د مشرانو جرګې رئیس وايي، حکومت باید د محمد محقق د څرګندونو په وړاندې چپ پاتې نه‌شي او نوموړي ته سزا ورکړي.

په تهران کې د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال د څرګندونو د غبرګونونو په دوام د مشرانو جرګې رئیس وايي، د ملت په وړاندې درېدل او د بدبختیو رامنځته کول، ملي خیانت دی.

فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې، په تهران کې د محمد محقق څرګندونې د شرم وړ وبللې او پر حکومت‌یې غږ وکړ چې د یادې مسئلې په اړه چپ پاتې نه‌شي.

هغه وویل، افغانان به هېڅکله محمد محقق په ایران کې د هغه د کړو څرګندونو له امله ونه‌بخښي.

مسلمیار: د ملت په وړاندې درېدل او د بد بختیو رامنځته کول دا ملي خیانت دی.
مسلمیار: د ملت په وړاندې درېدل او د بد بختیو رامنځته کول دا ملي خیانت دی.

نوموړي زیاته کړه:

"د ملت په وړاندې درېدل او د بد بختیو رامنځته کول دا ملي خیانت دی. حتی ګاونډیو هېوادونو له موږ سره غم شریکي نه‌ده کړې، نو دا چې موږ ځوانان ورکړو او هغه د دوی د مذهبي جګړو او یا د نظام د ساتلو قرباني شي هېڅکله به داسې نه‌کېږي. محقق صاحب باید له ولس بخښنه وغواړي او د افغانستان حکومت باید چپ پاتې نه‌شي او سزا ورکړي."

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د تېرې شنبې په ورځ د ایران په مرکز تهران کې له لشکر فاطمیون نه چې په سوریه کې د داعش پر ضد جنګېږي او افغانان هم په‌‌کې دي، مننه وکړه.

نوموړي ویلي، د عراق، سوریې، ایران، افغانستان او د پاکستان په ګډون د ټولو هغو هېوادونو له اتباعو مننه کوي چې د سوریې په جګړه کې یې برخه اخیستې ده.

خو تېره ورځ ښاغلي محقق له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، د ده هدف له هغه خلکو و چې د داعش پر وړاندې په بېلابېلو هېوادونو کې جنګېږي.

که څه هم جمهوري ریاست په دې اړه څه نه‌وايي، خو تېره ورځ اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله پرته له دې چې د چا نوم واخلي ویلي چې داشان څرګندونې د افغان حکومت استازیتوب نه‌شي کولای.

په ورته وخت کې یو شمېر نورو سناتورانو هم د سې شنبې د ورځې په عمومي غونډه کې وویل، د ښاغلي محقق څرګندونې په لوی لاس افغانستان ته د پردیو جګړو له انتقال سره مرسته کولای شي.

اخوا یو امریکايي افغانستان پېژندونکی پروفیسور ډېوېډ اېډوارډ وايي افغانستان ته د بهرنیو لانجو راوړل تل د دغه هېواد په زیان تمام شوي دي.

پروفیسور ډېوېډ له ازادي راډيو سره په خبرو کې هیله وښوده چې له سوریې راستنېدونکي جنګیالي افغانستان بې‌ثباته نه‌کړي.

ښاغلي اېډوارډ زیاته کړه:

"د افغانستان اوسنۍ لانجه په ټوله کې په ۱۹۵۰ او شپېتمو کلونو کې هېواد ته د بهرنۍ ایډیالوژۍ د راوړلو نتیجه ده، تل دا اندېښنې او وېره وه چې بهرني او سیمه‌ییز کړکېچونه که له پاکستانه راځي، له ایران راځي یا له عربي هېوادونو راځي دا نفوذ به افغانستان بدل کړي او په کافي اندازه‌یې تېر وخت کې دا هېواد بدل هم کړ، زه هیله‌مند یم د هغو جنګیالیو په اړه چې د سوریې له جنګه راګرځي یو ځل بیا د ملېشو په شکل فعالې نه‌شي، هغه څه چې افغانستان ته سخت ورانوونکي تمام شوي."

خو دا چې اوس د افغانستان مشرانو جرګه د ښاغلي محقق د عدلي او قضايي څار غوښتنه کوي، دا موضوع څومره قانوني اړخ درلودلی شي؟

د حقوق پوهانو د ټولنې رئیس اجمل هوډمن‌یې په اړه وايي:

"که چېرته څوک د علني وسیلې له لارې داسې څرګندونې وکړي چې هغه د افغانستان بهرنی سیاست، بهرنی امنیت، کورنی امنیت او په ځانګړي ډول د افغان دولت ملي او نړیوال حیثیت ته زیان ورسوي، دا جرم دی او تر عدلي څار لاندې نیول کېدای شي."

د ښاغلي هوډمن په خبره د محمد محقق وروستیو څرګندونو دا وښوده چې د ملي یووالي په حکومت کې راټول شوي بېلابېل اړخونه لاهم د لویو او ملي مسئلو په اړه د نظر توافق نه‌لري او د د دغه وضعیت دوام د حکومت او ولس دواړو په زیان تمامېدلای شي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG