د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۷

اجرائیه ریاست: په سوریه کې له جنګېدونکو افغانانو مننه د افغان حکومت دریځ نه‌دی


په سوریه کې د یوه وژل شوي افغان جنازه
په سوریه کې د یوه وژل شوي افغان جنازه

د افغان حکومت اجرائیه رئیس وايي، د سوریې په جنګ کې له دخیلو افغانانو مننه کول، د افغان حکومت رسمي دریځ نه‌دی.

د افغانستان د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال وروستۍ څرګندونې د اجرائیه رئیس له تند غبرګون سره مخ شوې.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۶» د وزیرانو شورا تر ناستې مخکې رسنیو ته وویل، د سوریې په جنګ کې له دخیلو افغانانو مننه کول، د افغان حکومت رسمي دریځ نه‌دی.

که څه هم د ښاغلي عبدالله اشاره په دې اړه د محمد محقق وروستیو څرګندونو ته وه، خو د چا نوم‌یې وانه‌خیست.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله

ښاغلي عبدالله وویل:

"د وروستیو څرکندونو په اړه زه غواړم چې د ملي یووالي د حکومت د پالېسۍ په اړه خبرې وکړم، هغه دا چې موږ د دنیا په یو ځای کې هم په جنګ کې د افغانانو د ښکېلتیا طرفدار نه‌یوو، هماغسې چې غواړو، زموږ پر ځمکه افغانان باید په سوله کې ژوند وکړي، خو نن پرې جنګ تحمیل شوی او له هغې نه دفاع خپله پاکه دنده ګڼو او په دې برخه کې د نړیوالو له مرستې مننه کوم."

د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د شنبې په ورځ «۱۳۹۶ د لیندۍ ۰۴» د ایران په مرکز تهران کې له لشکر فاطمیون نه چې په سوریه کې د داعش پر ضد جنګېږي او افغانان هم په‌کې دي، مننه وکړه.

نوموړي ویلي، د عراق، سوریې، ایران، افغانستان او د پاکستان په ګډون، د ټولو هغو هېوادونو له اتباعو مننه کوي چې د سوریې په جګړه کې یې برخه اخیستې ده.

محمد محقق په سوریه کې جګړه د اسلام پر وړاندې د کفر جګړه او د نړیوال استکبار دسیسې بللې دي.

خو ښاغلي محقق وروسته له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې د ده هدف له هغه خلکو و چې د داعش پر وړاندې په بېلابېلو هېوادونو کې جنګېږي.

تر دغو څرګندونو مخکې په دې اړه په یو شمېر راپورونو کې راغلي وو چې ګواکې ایران یو شمېر افغانان او حتی ماشومان د سوریې جنګ ته استوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت تر دې دمه د سوریې په جګړه کې د افغانانو د ګډون مسئله نه‌ده تائید کړې او ویلي یې دي چې په دې اړه څېړنې کوي.

په ورته وخت کې د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، هر څوک چې د دنیا په هر کنج کې د داعش ډلې پر وړاندې جنګېږي، ښه کار کوي.

له ښاغلي محققه مې وپوښتل چې ایا تاسې د سوریې جنګ ته د افغانانو له استولو ملاتړ کوئ؟

محمد محقق
محمد محقق

نوموړي وویل:

"ستاسې دا سؤال یو څه مغرضانه دی، د دنیا په هر کنج کې چې هر څوک د داعش پر وړاندې وجنګېږي، زه هغه تائيدوم."

د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال محمد محقق دا څرګندونې د افغانستان د ملي شورا او بېلابېلو سیاسي ګوندونو له تندو غبرګونونو سره مخ شوې دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار دا شان څرګندونې سیاسي سوداګري بللې او د افغانستان د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي بیا د دغې جرګې د یکشنبې د ورځې په عمومي غونډه کې، دا د ولس په حق کې جفا وګنله.

په ورته وخت کې د کار او توسعه ګوند رئیس او د روښنایي غورځنګ د مشرتابه شورا غړي ذوالفقار امید په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

" د محقق څرګندونې په ده او د ده په ګوند پورې اړه لري، خو ځينې هڅې کېږي چې دا څرګندونې په شریفو هزاره‌ګانو پورې وتړي چې ګواکې هغه تربیون چې محقق ته ورکړل شوی، د افغانستان د خلکو او حکومت په استازیتوب دی، خو دا دریځ په هېڅ وجه نه د هزاره‌ګانو او نه هم د افغان حکومت له ادرسه دی."

د روښنايي غورځنګ د مشرتابه شورا یوه بل غړي داود ناجي ازادي راډيو ته وویل، د اجرائیه ریاست د دوهم مرستیال او د افغانستان د حزب وحدت ګوند د رئیس محمد محقق وروستۍ څرګندونې د ملي ګټو خلاف عمل دی.

د ښاغلي ناجي په خبره، د افغانستان سیاسي او قضايي ارګانونه باید د دغو څرګندونو په اړه له ښاغلي محققه وضاحت وغواړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG