د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

ارګ: هیله ده د امریکا وروستۍ پرېکړې د افغانستان په اړه د ځينو هېوادونو دریځ بدل کړي


د افغانستان جمهوري ریاست پاکستان ته د امریکا د پوځي مرستې ځنډېدو په اشاره وايي، هیله ده چې دا ډول پرېکړې به دسیمې ځینې هېوادونه اړکړي چې د افغانستان پر وړاندې خپله منفي تګلاره بدله کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست پر پاکستان د امریکا وروستیو فشارونو او دې هېواد ته د سلګونو میلیونو ډالرو پوځي مرستې ځنډولو ته په اشاره وايي، کابل د هرې هغې پرېکړې هرکلی کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات په هدف کېږي.

د جمهورې ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاه حسین مرتضوي تېره شپه«۱۳۹۶کال مرغومې۱۵» ازادي راډیو ته وویل چې افغان حکومت هیله مند دی چې دا پرېکړې به د افغانستان پر وړاندې د ځینو هېوادونو دریځ بدل کړي.

شاه حسین مرتضوي
شاه حسین مرتضوي

ښاغلي مرتضوي وویل:

"موږ انتظار لرو چې دا پرېکړې به په سیمه کې د سولې او ثبات په راوستو کې مرسته وکړي او د دې سبب به شي چې د افغانستان به اړه د سیمې د ځینو هېوادونو اوسنی منفي دریځ مثبت کړي."

ښاغلي مرتضوي وویل د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا نوي ستراتیژۍ په دې سیمه کې وضعیت بدل کړی دی.

نوموړي په دې اړه چې ایا پر پاکستان د امریکا د فشارونو او د اسلام اباد پر وړاندې د واشنګټن پلان شوي اقدامات له افغان حکومت سره همغږي شوي او کنه، څه ونه وویل خو وايي چې افغانستان او متحدان يې شریکه کار کوي او له یوه بل سره مشورې کوي.

په همدې حال کې یوه لوړ رتبه امریکايي چارواکي ویلي دي چې د ولسمشر ډونالد ټرمپ د پرېکړې له مخې پاکستان ته د امریکا د ځنډول شوي پوځي مرستې اندازه ښايي څه کم دوه میلیارډه ډالره وي.

دغه چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط فرانس پرېس اژانس ته ویلي چې پاکستان ته به د پوځي مرستې د ځنډېدو سربېره د هغو پیسو ورکول هم شاید وځنډول شي چې په افغانستان کې د ترورېزم ضد ائتلاف په چوکاټ کې دې هېواد ته ورکول کېږې.

متحده ایالات وايي، دا مرسته به تر هغې ځنډېدلې وي تر کومې پورې چې پاکستان پر خپله خاوره د حقانې شبکې، طالبانو او نورو سخت دریځو ډلو پر ضد رښتینې ګامونه پورته کړي نه وي.

بل لورته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پرون د امریکا د دې پرېکړې په عکس العمل کې وویل چې یو اړخیزه بیانونه، د اهدافو د مسیر بدلول او پر خپل سر ضرب الاجلونه ټاکل له ترورېزم سره پر مبارزه منفي اغېز کوي.

د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي دي چې د مشترکو اهدافو د ترلاسه کولو پر چارو د امریکا د پرېکړې اغېزې به په مناسب وخت کې ښکاره شي.

پاکستان ټینګار کړی دی چې امریکا باید د پاکستان لخوا د ترورېزم پر ضد مبارزه کې د دې هېواد لخوا د ۱۲۰ میلیارډه ډالرو د لګښت ستاینه وکړي‎.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت اعلامیه وايي، اسلام اباد هوډ لري چې د خپلو وګړو د سر او مال د ساتلو او په سیمه کې د ثبات لپاره څه چې کولی شي، هغه ترسره کړي.

XS
SM
MD
LG