د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

ايشیا ټايمز: چين د افغانستان او پاکستان تر منځ منځګړيتوب کوي


ايشیا ټايمز:

ايشیا ټايمز خپرونې د چين، افغانستان او پاکستان د اړيکو په اړه مقاله خپله کړې ده چې د مقالې عنوان دی«چين د افغانستان او پاکستان تر منځ منځګړيتوب کوي».

ايشيا ټايمز په خپله مقاله کې ليکلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې په پيکنګ کې د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو له وزيرانو سره وکتل.

مقاله ليکي چې له يو بل سره د اړيکو ښو کولو لپاره د افغانستان او پاکستان چلند ته په کتو، د چین د بهرنيو چارو وزیر وانګ يي وويل چې لومړی به د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره د وړې کچې پروژې پيل کړي، په همدې حال کې چين وويل د چين او پاکستان د اقتصادي دهلېز په پروژه کې به افغانستان ته پر غړيتوب ورکولو غور وکړي.

ايشيا ټايمز په مقاله کې زياتوي چې پيکنګ همداراز په افغانستان کې د سولې په خاطر د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مذاکراتو پيلېدو لپاره هڅو ته دوام ورکړی دی.

مقاله وايي چې د افغانستان، پاکستان او چين د ګډې اعلاميې له مخې، ۳ واړو هېوادونو ژمنه کړې ده چې د اقتصادي دهلېز د پروژې په پلې کولو سره به سيمه ييز اتصال رامنځته کړي او د ترورېزم پر وړاندې به ګډه مبارزه وکړي.

ټاکل شوې ده چې د افغانستان، چين او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو راتلونکې غونډه روان کال په کابل کې وشي.

سټارز اينډ سټرايپس:

سټارز اينډ سټرايپس ورځپاڼې په امریکا کې د افغان ترجمانانو په اړه يوه مقاله خپره کړې ده.

مقالې د یوه افغان اجمل فقيري ژوند ته کتلي او لیکي يې دي چې فقيري له امریکايي ځواکونو سره ۷ کاله په افغانستان کې د ترجمان په توګه کار کړی دی.

فقيري ستارز اينډ سترايپس ورځپاڼې ته ويلي چې دی ځیني وختونه له سخت دريځو سره په مخامخ جګړه کې ټپي شوی هم دی چې په دې سره ده ته باید د يوه امریکايي سرتېري په سترګه وکتل شي.

مقاله زياتوي چې فقيري او د ده غوندې نور ترجمانان چې له امريکايانو سره د کار کولو له کبله په خپل هېواد کې له خطر سره مخامخ وو، اوس په امريکا کې د تابعيت اخيستلو له اوږدې پروسې سره مخامخ دي.

مقاله وايي، ۱۴ زره افغان درخواست ورکوونکي اوس هم سترګې په لاره دي چې امریکا ويزه ورکړي او دغه هېواد ته يې انتقال کړي.

مقاله زیاتوي چې د ترجمانانو د پروګرام له لارې له افغانستان څخه د ۲۰۱۸میلادي کال لپاره يوازې درې زره او پنځه سوه کسانو ته امکان شته چې امریکا ته لاړ شي.

دا هغه کسان دي چې له امریکايانو سره يې په افغانستان کې کار او همکاري کړې ده.

خو مقاله وايي، کله چې دا ترجمانان امریکا ته لاړ شي، هلته له بې وزلۍ سره مخامخ وي، د غير دولتي ادارو پر هڅو سربېره ترجمانان ډېری وختونه په امریکا کې کار نشي موندلای.

XS
SM
MD
LG