د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۵

سپینه ماڼۍ: امریکا په راتلونکو ورځو کې پر پاکستان د فشار راوړلو اقدام کوي


سپینه ماڼۍ وايي، امریکا پر پاکستان د فشار لپاره کېدای شي چې راتلونکو ورځو کې نوي اقدامات اعلان کړي.

په ملګرو ملتونو کې دامریکا سفیره وايي، پاکستان کلونه راهیسې د ترورېزم ضد مبارزه کې دوه مخی سیاست لوبوي.

نیکي هیلیي وایي چې پاکستان له یوې خوا له امریکا سره کار کوي او په عین وخت کې یې هغو ترورېستانو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو بریدونه کوي.

بل خوا سپینه ماڼۍ ګواښ کوي چې واشنګتن به په اسلام اباد باندې د فشار لپاره نورو اقداماتو ته هم مخه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې دامریکا سفیره نیکي هیلي
په ملګرو ملتونو کې دامریکا سفیره نیکي هیلي

د امریکا سفیرې نیکي هیلي د ولسمشر ډونالد ټرمپ وروستیو څرګندونو ته په اشاره او دا چې واشنګتن ۲۵۵ ميلیونه ډالر مرسته په پاکستان درولې، د سې شنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګروملتونو په ماڼۍ کې وویل:

"د امریکا حکومت پاکستان ته ۲۵۵ ميلیونه ډالر مرسته ځنډولې او دلیل يې څرګند دی، پاکستان کلونه راهیسې دوه مخې لوبه کوي، یو پلو له موږ سره کار کوي او بله خوا يې هغو ترورېستانو ته پناه ورکړې چې په افغانستان کې زموږ پر ځواکونو بریدونه کوي."

مېرمن هیلي دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ دوه ورځې مخکې په نوي کال کې خپل لومړني ټوېټري پیغام کې ولیکل چې واشنګټن په تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته ۳۳ ميلیارده ډالر مرسته ورکړې، خو له اسلام اباده یې پرته له دروغو او چل ول بل څه نه دي ترلاسه کړي.

د پاکستان ملکي او پوځي چارواکو د ډونالد ټرمپ دغه څرګندونې رد کړې.

د سې شنبې په ورځ یې په اسلام اباد کې د امریکا سفیر د سپیناوي لپاره بهرنیو چارو وزارت ته ور وغوښت.

ډیويد هيل
ډیويد هيل

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې دا هم وویل چې په اسلام اباد باندې مرستې بندول د بیت المقدس په هکله د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبله کې وروستۍ رأیې اخیستنې پورې کوم ارتباط نه لري.

نوموړې وویل:

"په پاکستان باندې د مرستو ځنډول د بیت المقدس په هکله رأیې اخیستنې پورې ارتباط نه لري، بلکې په بشپړه توګه د پاکستان په خاوره کې د ترورېستانو د پناه ځایونو مسئلې پورې ارتباط لري."

د واشنګټن او اسلام باد اړیکې له کلونو راهیسې کړکېچنې دي.

واشنګټن تور لګوي چې پاکستان حقاني شبکې ته پناه ورکړې او د طالبانو مشران پاکستان کې اوسي.

امریکا دې ته اشاره کړې چې خپلې مرستې په پاکستان دروي او که چېرې اسلام اباد د حقاني شبکې چې کسان يې له پولو را اوړي او په افغانستان کې بریدونه کوي، مخه ونه نیسي، نو واشنګټن به نورو اقداماتو ته هم مخه کړي.

XS
SM
MD
LG