د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

واشنګټن ښایي نن "پنجشنبه" پر پاکستان بندیزونه ولګوي


داسې ښکاري چې واشنګټن به په ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان پر ضد ځانګړي اقدامات وکړي.

په افغانستان، ملګرو ملتونو او عراق کې د امریکا پخواني سفیر زلمي خلیلزاد ازادي راډیو ته پر اسلام‌اباد د احتمالي بندیزونو په اړه وویل چې د پاکستان د پوځ او «ای. اېس. ای» هغه کسان به چې د افغانستان پر ضد کار کوي په تور لېست کې شامل شي چې نه به دوی او نه به د دوی د کورنۍ غړي امریکا ته سفر کولای شي، همداراز که چېرته دغه کسان په امریکا کې په بانکونو کې پیسې لري، پیسې به‌یې کنګل شي.

زلمي خلیلزاد بیا وویل چې پر اسلام‌اباد به له دننه هم فشار را وستل شي.

زلمی خلیلزاد
زلمی خلیلزاد

نوموړي زیاته کړه:

"پر دې خبرې کېږي چې څرنګه ملکي خلک او نور په پاکستان کې وهڅول شي، یوازې پنجابیان نه، پښتانه ملت‌پال، بلوچ ملت‌پال او نور چې د اوسني سیاست مخالفان دي تقویه شي څو د پاکستان په وړاندې ودرېږي او فشار پرې راولي."

زلمی خلیلزاد چې د امریکا د حاکم ګوند جمهوري غوښتونکو مخکښ غړی دی، زیاتوي چې د ناټو د دوستانو له لېست څخه به هم پاکستان وایستل شي، امریکا به پرې ټولې پوځي مرستې بندې کړي، هر کال چې واشنګټن پاکستان ته د اموالو د انتقال لپاره پیسې ورکوي هغه به هم پرې قطع شي.

خلیلزاد بیا وویل چې د نورو هېوادونو له لوري به هم پر پاکستان اقتصادي فشارونه وارد شي.

هغه وویل:

"بحث دا دی چې څومره اقتصادي فشار یوازې د امریکا له لوري نه، د نړیوال بانک، «ای. اېم. اېف» د نورو هېوادونو لکه عربستان چې له امریکا سره نږدې اړیکې لري او په اروپا او اسیا کې د امریکا د دوستو هېوادونو له لوري زیات شي."

ښاغلي خلیلزاد ازادي راډیو ته وویل چې په واشنګټن کې د دغو بندیزونو پر لګېدو خبرې روانې دي او دا مسئله څېړل کېږي چې لومړی کوم ګام واخیستل شي او دوهم کوم یو.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر هغو به امریکا ۲۵۵ میلیونه ډالره مرسته پاکستان ته ورنه‌کړي چې په خپله خاوره کې د هغو ترورېستانو پناهځایونه له‌منځه یونسي چې امریکایي پوځیان له هغوی سره په افغانستان کې په جګړه دي.

نیکي هیلي دا څرګندونې وروسته تر دې وکړې چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ په ټویټر کې د نوي کال په خپل لومړي پیغام کې پاکستان ته د درواغجن او چل ورکوونکي خطاب وکړ.

د پاکستان پوځي او ملکي چارواکو د ولسمشر ټرمپ خبرې غندلې دي او پرون په اداري فساد تورن شوي پخواني صدراعظم نواز شریف پر نوي صدراعظم غږ وکړ چې حل لاره پیدا کړي.

نواز شریف
نواز شریف

نوموړي زیاته کړه:

"زه د پاکستان له صدراعظم شاهد خاقان عباسي څخه غواړم چې داسې ستراتېژي چمتو کړي چې د متحده ایالاتو د مرستو له اتکا راووځو تر څو دوی د دې مسئلې لپاره بیا زموږ پر حیثیت برید ونه‌کړي."

نواز شریف زیاته کړه چې د خپل صدارت په وخت‌یې د امنیتي پالېسۍ وړاندیز کړی و، خو غور پرې ونه‌شو او اوس د پاکستان د امنیتي ځواکونو د قربانیو سربېره نړۍ د پاکستان خبره نه‌اوري.

له پاکستان سره د امریکا د مرستو په اړه ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې لیکلي دي چې واشنګتن په تېرو ۱۵ کلونو کې پاکستان ته ۳۳ میلیارده ډالره مرسته ورکړې، خو له اسلام‌اباده یې پرته له درواغو او چل ول بل څه نه‌دي ترلاسه کړي.

XS
SM
MD
LG