د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۳

دفاع وزارت: په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو ډېری عملیات تهاجمي دي


د افغانستان دفاع وزارت وايي، په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو ډېری عملیات په تهاجمي شکل ترسره کېږي.

د افغان ځواکونو د تهاجمي عملیاتو د شدت په اړه په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو د ارشد قوماندان له څرګندونو یوه ورځ وروسته د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د افغان ځواکونو ډېری عملیات تهاجمي دي.

د یاد وزارت ویاند دولت وزيري د چهارشنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۱۳ مه» ازادي راډيو ته وویل، د راتلونکي پسرلي فصل به د افغان ځواکونو د ستونزو د ختمېدو او وسله والو مخالفینو ته د ماتې فصل وي.

د ده په وینا، دا وخت افغان ځواکونه په عملیاتو کې سترې لاسته راوړنې لري او د دولت وسله وال مخالفین یې پر وړاندې د ودرېدو توان نه لري.

دولت وزيري
دولت وزيري

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د ژمي لپاره یو پلان جوړ کړی چې زیاته برخه یې محاربوي عملیات دي، د جدي له لومړۍ ورځې مو بیا تر ننه پورې په ټول هېواد کې مهم او ښه عملیات تر سره کړي او ښې نتیجې مو هم لرلې، خو که مخالفین جګړې ته دوام ورکړي، زموږ ځواکونه به يې پر وړاندې په ژمي کې داسې عملیات وکړي چې په پسرلي کې د ستونزو خواته زموږ د بیولو او یا سترو عملیاتو توان ونه لري."

ښاغلی وزیري وايي، په دې عملیاتو کې تهاجمي جګړې او هوايي حملې شاملې دي چې په ټول هېواد کې د افغان ځواکونو له خوا پر مخ وړل کېږي.

د ده په وینا، په دې وروستیو کې افغان ځواکونو د افغانستان په څو ولایتونو کې نهه عملیات تر سره کړل چې مهمې نتیجې لري.

دا په داسې حال کې ده چې په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جنرال جوزیف په روان ژمي کې د وسله والو مخالفینو او نورو ترورېستي ډلو پر وړاندې د افغان ځواکونو د تهاجمي عملیاتو د ډېرېدو غوښتنه کړې ده.

جنرال جوزیف که څه هم د ترورېزم پر وړاندې په روانه جګړه کې د افغان ځواکونو وړتیاوې ستایلي دي، خو د دغو ځواکونو په لا روزنې یې ټینګار کړی دی.

دې امریکايي جنرال له دې وړاندې بیا ویلي چې امریکا غواړي د افغان جګړې لوری بدل او په دغه هېواد کې د جګړې روان حالت مات کړي.

په ولسي جرګه کې د خلکو یو شمېر استازي هم ټینګار کوي چې روان ژمی باید د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان ځواکونو د بریا فصل وي.

د ولسي جرګې د امنیتي چارو د کمېسیون غړی عبدالحی اخند زاده په دې اړه وايي:

"په رښتیا هم پهژمي کې باید بنسټیز او اساسي عملیات تر سره شي چې د دغه هېواد ځينې برخې د وسله والو طالبانو له ادارې ووځي او وسله والو مخالفینو ته باید په دې ژمي کې ټينګې ضربې ورکړي، تر څو په راتلونکې کال کې د افغان ځواکونو پر وړاندې د حملو چمتووالۍ ونه لري."

د ۲۰۱۸ میلادي کال له پیلېدو سره په افغانستان کې د ترورېزم پر وړاندې جګړه اولسم کال ته وغزېده، خو اوس هم ترورېزمپه دغه هېواد کې یو ستر ګواښ دی.

د نظامي چارو کارپوه زلمی وردګ دغې موضوع ته په اشارې ټینګار کوي چې د ترورېزم پر وړاندې په روانې جګړې د بریا لپاره باید د پاکستان پر وړاندې د امریکا د جمهور رئیس تازه دریځ په جدي ډول تعقیب او په هغه هېواد کې د ترورېزم ځالې له منځه ولاړې شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG