د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۹

مزاري: پر تبیان فرهنګي مرکز برید کې د وژل شویو شمېر ۵۲ تنو ته ورسېد


د تبيان فرهنګي مرکز مسؤلین پر دوی د شوي برید د وروستیو تازه ارقامو د خپرولو پرمهال وويل چې د کابل امنيتي مسؤلین د دوی له اونیزو غونډو باخبر وو، خو د امنیت د ټینګښت په برخه کې يې هېڅ اقدام نه دی کړی.

د دې مرکز رئيس سید عیسی حسیني مزاري د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال مرغومې۱۳» په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال وويل چې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ پر دې مرکز په ترسره شوي برید کې ۵۲ تنه وژل شوي او ۹۰ نور ټپيان شول.

ښاغلي حسیني دغه شان د دې پېښې په مخنیوي کې د کابل پولیس په بې غورۍ تورن کړل.

مزاري: د پېښې په مخنیوي کې پولیسو بې غوري کړې.
مزاري: د پېښې په مخنیوي کې پولیسو بې غوري کړې.

نوموړي زیاته کړه:

"دغه ډول ځانګړې ناستې چې برید پرې وشو هره پنجشنبه جوړېدلې، اوس مثلاً که موږ په دفتر کې د داخلي غونډو راپور تاسو ته نه دی درکړی، مګر د دې کوڅې د امنیت مسؤلیت خو يې په غاړه دی چې دوه بریدونه وشو، نو زه له دې ځایه اعلانوم چې د جدي په اووم چې کومې چاودنې وشوې ملي پولیس په کې سل په سلو کې ملامته دي او دا ملامتيا باید ومني."

ښاغلي حسیني له امنيتي ارګانونو وغوښتل چې د دغه ډول ناستو لپاره باید امنيتي تدابير ونيسي، کنه د ده په وینا دغه ډول خونړۍ پېښې به بیا هم تکرار شي.

د تېرې اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د کابل په غرب کې د تبيان په نوم پر یوه فرهنګي مرکز انتحاري حمله وشوه چې مسؤلیت يې داعش وسله والو پرغاړه واخیست.

د کورنیو چارو وزارت: د کابل په انتحاري حملې او چاودنو کې ۳۶ تنه وژل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:28 0:00

له دې وړاندې امنيتي مسؤلینو ويلي وو چې په دې پېښه کې څه باندې څلوېښت تنه وژل شوي، خو اوس د دې مرکز رئيس وايي، د تبيان پر فرهنګي مرکز پېښه کې ۵۲ تنه وژل شوي او او څه باندې ۹۰ تنه نور ټپيان دي.

په یو شمېر ولایتونو او مرکز کې هم له دې وړاندې پر جوماتونو، تکیه خانو، فرهنګي مرکزونو، مظاهرو او غونډو کې ورته انتحاري حملې شوي چې په کې په لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د کابل امنيتي ځواکونه د تبیان په مرکز کې له هر ډول غونډو ناخبره وو.

د دې وزارت د مرستیال ویاند نصرت رحيمي ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه وویل:

نصرت رحیمي
نصرت رحیمي

"په هیڅ وجه امنيتي ارګانونه په جریان کې نه وو او یا هم هغوی چې کومه ادعا کړې هغه اسناد درست نه وو، حتا د دې مسئلې په تړاو نه موږ ته او نه هم زموږ حوزې ته څه ویل شوي وو چې هغوی اونیزې غونډې لري او دا چې دوی مېلمانه لري یا له بهره ورته مېلمانه راځي موږ ته څه نه دي ویل شوي."

ښاغلی رحیمي وايي، هر چېري چې غونډې یا کنفرانسونه جوړېږي امنيتي ځواکونه باید په جریان کې کړي، تر څو د امنیت د ټینګښت لپاره يې اقدام وشي.

خو امنیتي کارپوه فقير محمد فقيري ټینګار کوي چې د دغه ډول ناستو د امنیت د خونديتوب لپاره لازمه ده چې د ادارو مسؤلین او خلک له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي، تر څو په هېواد کې د ورته خونړیو پېښو مخنیوی وشي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG